د منځني ختیځ کړکېچ؛ نتنیاهو او بایډن به د چهارشنبې په ورځ د ټېلفوني خبرې وکړي
د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر وویل، چې هغه به د چهارشنبې په ورځ د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره ټېلیفوني خبرې وکړي. د راپورونو له مخې؛ بایډن او نتنیاهو به پر اسراییل د ایران د توغندیز برید د غچ اخیستلو پر پلان خبرې وکړي.
رویټرز د یوې باخبرې سرچینې له خولې ویلي، تمه کیږي چې د امریکا د ولسمشر مرستیاله کمالا هرېس به هم له نتنیاهو سره د بایډن په ټېلیفوني خبرو کې برخه واخلي.
د اسراییل د دفاع وزیر دفتر وویل، چې یواو ګالانت متحده ایالاتو ته خپل سفر چې ټاکل شوې وه، د سې شنبې په ورځ ترسره شي، د نتنیاهو او بایډن تر منځ د خبرو لپاره وځنډاوه.
دغه دفتر وویل، چې نتنیاهو امریکا ته د ګالانت سفر منظور کړی و؛ خو د لومړي وزیر په غوښتنه یې سفر وځنډول شو.
نتنیاهو ته نږدې چارواکو د اسراییل کان شبکې ته ویلي، چې نتنیاهو هېڅ سفر نه دی لغوه کړی ځکه چې هغه هېڅکله تایید نه دی.
هغوی وویل: «ګالانت پرېکړه کړې وه، چې په خپله خوښه امریکا ته سفر وکړي.»
اکسیوس راپور ورکړی و، چې نتنیاهو لا دمخه پوهېده چې هغه به د چهارشنبې په ورځ له بایډن سره خبرې وکړي، مګر له یواو ګالانت سره یې د یوې شخړې وروسته، هغه ته وویل چې هغه به امریکا ته سفر تر هغه وخته پورې لغوه کړي چې بایډن ټېلیفوني اړېکه ونیسي.