طالبان وايي، د روسیې لهخوا له تور نوملړه د دوی د نوم اېستنه مثبت ګام دی
د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، د روسیې له لوري د طالبانو نوم د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه اېستل به د سیمې او افغانستان پر اړیکو مثبت اغېز ولري.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د طالبانو د مرستیال ویاند حمدالله فطرت یو ویډیويي کليپ خپور کړی او نوموړي د روسیې هغه ګام ستایلی، چې غواړي د دغې ډلې په اړه یې واخلي.
ښاغلی فطرت د روسیې له لوري د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم اېستل د اړیکو او تعاملاتو په برخه کې ګټور ګام ګڼي.
نوموړ وایي:« د افغانستان اسلامي امارت پر تعاملاتو باور لري او تعامل د ټولو خواو په ګټه دی.»
نوموړي له نورو هېوادونو هم غوښتنه کړې، چې د ممنوعه ډلو له نوملړه دې د طالبانو د نوم اېستلو په اړه غور وکړي.
څو ورځې وړاندې د روسیې د امنیتي سازمان مشر اعلان وکړ، چې هېواد یې د ترهګرو ډلو له لېست څخه د طالبانو د نوم اېستلو په اړه "بیا کتنه" بشپړوي.
الکساندر بورتنیکوف ویلي و، د داعش خراسان او په دغه هېواد کې مېشتو نورو جهادي ډلو سره د مبارزې لپاره دا غوره ده، چې له طالبانو سره تماسونه ټینګ شي.
د منځنۍ اسیا هېوادونو له ډلې قزاقستان لومړنی هېواد و، چې د روان کال په جون میاشت کې یې د طالبانو نوم د ترهګرو ډلو له نوملړه وویست.
د راپورونو له مخې، د منځنۍ اسیا یوشمېر نور هېوادونه هم د ترهګرو له نوملړه د طالبانو د نوم د اېستلو په اړه غور کوي.
باورونه دا دي، چې د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونه په دې لټه کې دې، چې په افغانستان کې د حاکمې ډلې سره د خپلو سوداګریزو اړیکو د ښه ساتلو په موخه ورته ګام اخلي؛ خو تاجکستان د افغانستان په ګاونډ کې هغه هېواد دی، چې لا یې په دې اړه څه نه دي ویلي او د طالبانو سره ښه اړیکي هم نه لري.