د خوست طالب چارواکی: ملا هبتالله ویلي، چې په سرحدي چارو کې به «ناغیړي او غفلت» نه کوئ
د خوست ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو څانګې د دغه ولایت د مرستیال محبوب شاه قانت له قوله ویلي چې ملا هبتالله ورته د یوې لیدنې پر مهال سپارښتنې کړې چې په سرحدي چارو کې به «ناغیړي او غفلت» نه کوي.
په تېره میاشت کې څو ځلې د طالبانو او پاکستاني پوځ تر منځ خوست ته څېرمه پر ډیورنډ کرښه نښتې وشوې او دواړه لوریو ته په کې مرګ ژوبلې اوښتې وې.
د خوست ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو څانګې تېره ورځ دوشنبه (تلې ۱۶مه) ناوخته په ایکس پاڼه لیکلي چې د دغه ولايت مرستیال مولوي محبوب شاه قانت له ملا هبتالله سره لیدلي او هغه ورته ویلي، چې پر ډیورنډ کرښه پرتو پنځو ولسوالیو په چارو کې به نوره «ناغیړي او غفلت» نه کوي.
خو د خوست طالب چارواکو دا نه دي ویلي، چې مشر یې ملا هبتالله په کومو برخو کې نیمګړتیاوې لیدلې چې هغه یې «ناغیړي او غفلت» بللې دي.
په تېره وږي میاشت کې د پاکستاني پوځ او طالب وسله والو تر منځ خوست ته څېرمه پر ډیورنډ کرښه څو ځلې جګړې وشوې چې د سرچینو په خبره په جګړه کې د طالبانو مرګ ژوبله زیاته وه.
د خوست ولایت لپاره د طالبانو مرستیال پر ډیورنډ کرښه د پنځو ولسوالیو د پوستو او کنډکونو قوماندانانو ته د ملا هبتالله پیغام رسولی او ټینګار يې پرې کړی چې له دې وروسته په خپلو چارو کې «ناغیړي او غفلت» ونه کړي او ځانونه به په «شریعت برابروي او په دې برخه کې به د چا فرمایشونه نه مني.»
تر اوسه پورې دا نه ده څرګنده چې د طالبانو مشر ملا هبتالله د چا له لوري د فرمایش یادونه کړې خو په خوست او ټوله لویه پکتیا کې د حقاني شبکې واک چلیږي او داسې بریښي چې په دې وروستیو کې د حقاني شبکې او ملا هبتالله تر منځ مخالفتونه په ډیریدو دي.
پر ډیورنډ کرښه د خوست پنځه ولسوالۍ ګربز، تڼي، سپیره، علیشیر او ځاځي میدان ولسوالۍ پرتې دي. چې وخت نا وخت طالبان له پاکستاني پوځ او پوله ساتو سره د یو لړ ستونزو له امله په جګړه کې ښکېل کیږي.