په درېیو جلا،جلا ټرافیکي پېښو کې یوه ښځه مړه شوې او ۲۰ تنه نور ټپیان دي
په لوګر کې سیمهییز طالب چارواکي وايي، په لومړۍ پېښه کې چې تېره ورځ د لوګرـ پکتیا د لویې لارې د تیرې په سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله شوې وه په کې یوه ښځه مړه او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
په لوګر ولایت کې د طالبانو د ټرافیکو مدیریت ویاند ګل محمد همتي رسنیو ته ویلي، چې د دوشنبې په ورځ د (تلې ۱۶مه) د لوګرـ پکتیا د لویې لارې د تیرې په سیمه کې د یو کرولا او کاسټر موټر د ټکر له امله یوه ښځه مړه شوي او ۱۱ نور کسان ټپیان شوي دي.
همدارنګه یوه بله ټرافیکي پېښه چې د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ په کندهاري پل سیمه کې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې، دوه تنه په کې ټپیان شوي.
همدارنګه په میدان وردګ ولایت کې د طآلبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې تېره شپه د کابل ـ کندهار پر عمومي لاره د میدان وردګ ولایت په دښت توپ سیمه کې د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله پنځه تنه ټپیان شوي دي.
د میدان وردګ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو له مخې، په ټرافیکي پېښه کې ټپیان شوي کسان د دښت توپ سیمهییز روغتون ته د درملنې په موخه انتقال شوي دي.
د لویو لارو پر سر پر سړکونو د ټرافیکو نښو نشتوالی، د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي د ټرافیکي پېښو د رامنځته کېدو لاملونه ګنل کېږي.