پنجشیر کې د طالبانو په یو مرکز کې چاودنه شوې؛ طالبان وایي، شپږ کسه ټپیان شوي دي

سیمه‌ییزې سرچېنې وايي، چې د جمعې په ماښام د پنجشېر د درې په ولسوالۍ کې د طالبانو په یو مرکز کې زوروره چاودنه شوې.

په پجنشېر کې طالب چارواکو د شپږو تنو د ټپي کېدو منښته کړې؛ خو روغتیايي سرچېنو بیا ویلي، چې روغتون ته یو شمېر مړي او ټپيان لېږدول شوي دي.
په پنجشېر کې د طالبانو د پولیسو ویاند عابدالله فاروقي وايي، چې چاودنه په یو مېلمستون کې د ګازو ډبې د چاودنې له امله شوې، چې له امله یې شپږ تنه ټپي شوي دي.
نوموړي په اېکس پاڼه لیکلي، چې ټپيان روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي او د هغوی روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.

هغه دا هم ویلي، چې په دغې چاودنه کې مالي زیان هم نه دی اوښتی.
خو سیمه‌ییزې سرچېنې بیا وايي، دغه چاودنه د معلم بشیر په کور کې شوې چې دا مهال په کې د طالبانو مرکز جوړ شوی.

دغو سرچېنو ادعا کړې، چې په دغه مرکز کې شاوخوا سل تنه وسله‌وال طالبان اوسېدل.
یوې روغتیايي سرچېنې ویلي، چې د پېښې له ځایه شاوخوا ۳۰ تنه مړي او لسګونه ټپیان د درې او د پنحشېر ولایت مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
ځینو سرچېنو دا اټکل هم کړی، چې کېدای شي دغه پېښه د بې پیلوټه الوتکې پر مټ ترسره شوې وي.