په فراه کې ناپیژاندو کسانو یو ډاکټر په چاقو وژلی او د هغه مېرمن یې ټپي کړې ده
ناپیژاندو کسانو د شنبې په ورځ (د تلې ۱۴مه) په فراه کې یو ډاکټر په چاقو وژلی او د هغه مینداره مېرمن یې ټپي کړې ده.
د دغه ډاکټر خپلوان وايي، چې تېره ورځ شاوخوا يوولس بجې د احمد سليمان بارکزي شخصي کلينيک ته ناپېژانده کسان ننوتل او هغه په چاقو يې وواژه او د هغه مېرمن عاطفه رحماني یې هم سخته ټپي کړه.
د ښځو د حقونو فعاله مرضیه بارکزۍ چې د احمد سلیمان له خپلوانو څخه ده، وايي، چې دغه بریدګر کسان پر دوو ځوانو ډاکټرانو له برید وروسته له سیمې وتېښتېدل.
مېرمن بارکزۍ د شنبې په ورځ (د تلې ۱۴مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې دا پېښه د فراه ولایت په مرکز کې شوې ده.
د هغې په وينا، د احمد سليمان بارکزي مېرمن هم ډاکټره ده او په دې بريد کې سخته ټپي شوې ده. مرضیه بارکزۍ وايي، چې ډاکټره عاطفه د ۹میاشتو مینداره ده او روغتیايي وضعیت یې ښه نه دی.
طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.