د سند والي د پاکستان ملي سرود ته د احترام لپاره د طالبانو د جنرال کونسل درېدل وستایل

د پاکستان سند ایالت والي د مشهور دیني عالم ډاکټر ذاکر نایک د هرکلي غونډه کې د خپلې وینا پرمهال د پاکستان ملي سرود ته په کراچۍ کې د طالبانو د جنرال کونسل درېدل وستایل. کامران تیسوري وویل:« د افغانستان جنرال کونسل دلته حضور لري او قومي ترانې ته ودرېد.»

کامران تیسوري پرون «د تلې ۱۳مه» دې غونډه کې د وینا پرمهال په کراچۍ کې د طالبانو کونسل ته په اشارې وویل:« زه نه وایم چې ما ودرولی له زړه څخه ولاړ و.»

په دې ناسته کې په کراچی کې د یو شمیر هېوادونو د سیاسي جنرال کونسلانو تر څنګ د طالبانو جنرال کونسل هم حضور درلود.

په تېره وږي میاشت کې په پېښور کې د طالبانو جنرال کونسل هم په رسمي مراسمو کې د پاکستان د ملي سرود غږولو ته ونه درېد او له خپلې څوکۍ نه پورته نشو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو دغه عمل په کلکه غندلی او د دې ډلې استازی یې وزارت ته احضار کړی و.

په پېښور کې د طالبانو کونسل په خپل غبرګون کې ویلي و، چې هغه په ملي سرود کې د موسیقۍ د غږولو له امله له خپلې څوکۍ نه دی پورته شوی، هغه زیاته کړه: "د ملي سرود د سپکاوي هیڅ نیت مې نه درلود."

د طالبانو استازی عزیز الرحمن منصور د وږي په ۲۹ مه د اسلامي وحدت په ۳۸م نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره تهران کې تللی و او د ایران د ولسمشر په حضور کې د دغه هېواد ملي سرود د غږېدو پرمهال له خپلې څوکۍ نه پورته نه شو.

یوه ورځ وروسته یې په یوه ویډیو کې د ایران له خلکو بښنه وغوښته، چې د دغه هېواد ملي سرود ته یې درناوی ونه کړ او ویې ویل: «موږ د یوه ګاونډي هېواد په توګه ایران سره ښه اړیکو ته ژمن یو. ایران زموږ دوست دی او که د ایرانیانو زړونه مو مات کړي وي، بخښنه غواړو.»

تر دې پېښې وروسته په یوه بله غونډه کې نوموړی د ایران ملي سرود ته د احترام لپاره ودرېد.