فضلي: پاکستان مذهبي افراطي ډلې ځانته ستراتیژیک خطر نه ګڼي

د چارو د ادارې پخواني مشر محمود فضلي وایي، چې پاکستان یوازینی هېواد دی چې مذهبي افراطي ډلې ځانته ستراتیژیک خطر نه ګڼي.

ښاغلي فضلي د جمعې په ورځ (د تلې ۱۳مه) پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي: «پاکستان مذهبي افراطیت د پخوا په څير د خپلو ملتپاله بلوڅو او پښتنو په وړاندې د مبارزې لپاره کاروي، او لویدیځ ته ځان د مذهبي افراطیت قرباني معرفي کوي ترڅو د نظامي او اقتصادي مرستو ترلاسه کولو لپاره زمینه برابره کړي.»

فضلي وایي، چې د پاکستان پوځي او استخباراتي دوکتورین په دې ولاړ دي چې له افراطیت څخه د وسیلې په توګه کار واخلي، د دوی اصلي هدف د بلوڅ بیلتون غوښتونکو او پښتنو ملتپالو ځپل، کمرنګه کول او نابودول دي.

فضلي دې ته په اشارې سره چې د پاکستان دوه مخي افغانانو ته معلومه ده لیکلي: « پاکستان له یو لوري په نړیواله کچه ځان د افراطیت ضد معرفي کوي، خو له بله پلوه په داخلي کچه خپله مبارزه د ملتپاله غورځنګونو پر وړاندې متمرکزه ساتي.»

فضلي وایي، چې د سیمې هېوادونو لپاره دا تکتیک چې یوې افراطي ډلې ته ترجیح ورکړي او د بلې افراطي ډلې په وسیله یې مهار کړي، کېدای شي اوږدمهاله منفي عواقب ونلري. خو دا تکتیک زموږ د هېواد ملي ګټو ته ضرر رسوي او زموږ د اوږدمهاله بې‌ثباتۍ سبب کېږي.

‏فضلي وایي: « موږ باید د افراطیت او د هغه د ملاتړو پر وړاندې یو واضح دریځ او ملي مترقي روایت ولرو. د منظور پښتین غورځنګ د دغه روایت او وضاحت یوه بریالۍ بېلګه ده، او موږ باید له دې غورځنګ څخه الهام واخلو.»

فضلي وویل، چې د خیبر په سیمه کې د یوولسم اکټوبر لویه جرګه چې د منظور پښتین او ملګرو له خوا یې جوړیږي باید د ټولو افغانانو لپاره یو پیغام ولري. «دا جرګه موږ ته څرګندوي چې یو ستر بدلون راتلونکی دی. دا بدلون به د مذهبي افراطیت او ښکیلاک پر وړاندې زموږ راتلونکي ثبات تضمین او د روان بحران عمر لنډ کړي.»

بل خوا، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د پاکستان د پوڅ مشر د عمران خان پلوي لاریون د مخنیوي لپاره له سختو اقداماتو کار اخلي.

زلمي خلیل زاد لیکلي، جنرال عاصم منیر د اساسي قانون تابع نوې محکمې د جوړولو لپاره له دیکتاتورانه کړنو څخه کار اخلي.

خلیل زاد وایي: «دغه اقدامات د پاکستان لپاره شرمناکه دي، په ځانګړې توګه دې ته په پاملرنې سره چې د شانګهاې د همکاریو سازمان غونډې په دې ورستیو کې به اسلام اباد کې ترسره شوي.