په بدخشان کې د دوو ټرافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او ۱۵ نور ژوبلېدلي دي
په بدخشان کې د دوو جلا ټرافیکي پېښو له امله درې تنه مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. دغه دوه پېښې د بدخشان په تشکان او بهارک ولسوالیو کې پېښې شوې دي.
د بدخشان د امنیه قوماندانۍ لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پنجشنبې په ورځ د (تلې ۱۲مه) د تشکان ولسوالۍ په «ارغندکان» سیمه کې یو کرولا ډوله موټر له لارې منحرف او واوښت چې له امله یې درې تنه مړه او پنځه نور ټپیان شول.
په دویمه پېښه کې د فیض اباد او بهارک ولسوالۍ پر لاره یو کرولا ډوله موټر د طالبانو له رېنجر موټر سره جنګېدلی چې له امله یې لس تنه ټپیان شوي، چې د درې تنو ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی.
په افغانستان کې ډېرې ټرافیکي پېښې د کندې کپرو سړکونو، د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او ټرافیکي قوانینو ته د نه پاملرنې له امله پېښیږي.
څه موده وړاندې د طالبانو د ټرافیکو لوی ریاست ویلي و، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په تېرو شپږو میاشتو کې د ۲۷۰۰ ټرافیکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ سوه کسان مړه شوي او تر څلورو زرو ډېر کسان ټپيان شوي دي.