په نورستان کې د يوې ترافيکي پيښې له امله ۷ کسان مړه او اته نور ټپيان شوي

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر اژانس د راپور له مخکې، د نورستان ولایت د دواب ولسوالی د بجیګل کلي کې د یوه ډاتسن موټر د چپه کیدو له امله اووه کسان مړه شوي‌ او اته نور ټپیان دي. د درېیو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر اژانس لیکلي، دغه پېښه د جمعې په ورځ (د تلې ۱۳مه) شاو خوا د ماسپښین درې بجې پېښه شوې ده.

د طالبانو دغې دولتي رسنۍ د دې پېښې د نوعیت او په دې پېښه کې د مړه شویو کسانو د هویت په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.