د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ شپږمه ناسته پیل شوه
د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ شپږمه ناسته پیل شوه. دغه ناسته به تر ډېره په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو، د نشهیي توکو سره پر مبارزې، اقتصادي او سیاسي ستونزو د حل په خبرو تم وي.
په دغې ناسته کې د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او د ازبکستان استازو ګډون کړی دی.
له بل پلوه د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ شپږمه ناسته به د سیمې له اقتصادي او سیاسي ثبات سره مرسته وکړي.
هغه د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته په خبرو کې ویلي، چې تمه لري د سیمې هېوادونه به په اقتصادي ډګر کې له افغانستانه د ملاتړ ښه رول ولوبوي.
ورته مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سلاکار ذاکر جلالي وایي، د مسکو فارمټ ناسته چې پخوا د افغانستان د مسلې د هواري په موخه سيمهييز نوښت ګڼل کېده، د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د افغانستان او سيمې ترمنځ د سياسي درک او همکاريو د پراختيا پر يوې ګټورې تګلارې بدلېږي.
هغه زیاته کړې:« په پام کې ده، چې د ناستې په څنډه کې امیرخان متقي د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سره پر دوه اړخيزو مسلو هم خبرې اترې وکړي.»