د القاعدې نوي مشر افغانستان کې بهرنیو جنګیالیو ته پرمختللې وسلې پېرلې دي

د افغانستان انټرنشنل-پښتو څېړنه او پلټنه ښيي چې د القاعدې شبکې نوی مشر سیف العدل د کونړ، نورستان او ایران د سرحدي ولایتونو ترمنځ تګ او راتګ کوي. نوموړي په افغانستان کې بهرنیو جنګیالیو ته پرمختللې وسلې، وسایط او نور نظامي تجهیزات پېرلي او د خپلې شبکې پخواني پورونه یې خلاص کړي.

د افغانستان انټرنشنل پلټنې ښيي، چې سیف العدل د وسله پلورونکو ټول مخکیني پورونه ادا کړي او پاکستاني طالبانو ته یې د افغان طالبانو له ډلګيمشرانو پرمختللې او لایزري دوربین لرونکې وسلې پېرلې دي.

د افغانستان انټرنشنل پښتو د پلټنو پر بنسټ، سیف العدل او د القاعدې مخکینی مشر ایمن الظواهري په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وړاندې د طالبانو له جګپوړي قوماندان عبدالقیوم ذاکر سره له پاکستان نه هلمند ته لاړل او کله چې کابل ونیول شو، د الظواهري او سیف العدل د سمبالښت او امنیت چارې حقاني شبکې ته وسپارل شوې.

په پکتیکا کې حقاني شبکې ته نږدې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې سیف العدل کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته لومړی په پکتیکا کې اوسېده خو کله چې د ۲۰۲۲ کال په جون او جولای میاشتو کې د پکتیکا په ګیان او برمل او د خوست په سپیره ولسوالیو کې زلزلې وشوې او دې سیمو ته ګڼو کورنیو او بهرنیو خبریالانو او د خیریه موسسو کارکوونکو سفرونه پیل کړل، سیف العدل او ددې شبکې نورو مشرانو ځانونه خوندي محسوس نه کړل او کونړ او نورستان ته لاړل.

له ایراني ډیپلوماټ سره د سیف العدل تبادله

حقاني شبکې ته نږدې دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ایران سپاه پاسداران مامورانو سیف العدل د ۲۰۱۰ کال د مارچ میاشتې په وروستیو کې د افغانستان د زابل ولایت په سرحد کې د خپل یوه اسیر ډپلوماټ حشمت عطار زاده نیاکي د تبادلې په بهیر کې حقاني شبکې ته وسپاره.

نیاکی د پښتونخوا په مرکز پېښور کې د ایران د قونسلګرۍ ډیپلوماټ و چې د ۲۰۰۸ کال د نومبر پر ۱۳مه پاکستاني طالبانو وتښتاوه او ۱۶ میاشتې د دې شبکې او القاعدې تر ګډ څار لاندې په میرانشاه او د وزیرستان په مختلفو سیمو کې ساتل کېده.

سرچینې دغه راز وايي، ایران د القاعدې یو شمېر نور مشران هم حقاني شبکې ته وسپارل چې د ایمن الظواهري زوم شیخ ابودجانه المصري او د ظواهري لور پکې شامل وو.

ابودجانه د القاعدې له خوا د پاکستاني طالبانو او جنګیالیو ډلو د چارو د تنظیم مسوول و.

د دې تبادلې د شرایطو له مخې، ایران د بن لادن ۱۸ کلنه لور ایمان هم د هغې مور نجوا بن لادن ته وسپارله او سوریې ته لاړه.

د بن لادن د کورنۍ ګڼ غړي او د هغه لمسیان د طالبانو د لومړني نظام له پرځېدو وروسته د ایران له لارې د تګ پرمهال نیول شوي وو.

سرچینو چې د دې تبادلې بهیر له نږدې څارلی، افغانستان انټرنشنل ته وویل، د ایراني ډیپلوماټ له تبادلې وروسته میرانشاه ته د جنګیالیو د هر ګروپ پر سر پنځه میله نوي کلاشنیکوف، یوه پیکا، یو میل راکټ لانچر او یو میل لرې نښه ویشتونکي سنایپر ټوپک راغلل چې لیبلونه یې په ماشین له منځه وړل شوي وو او ټولو جنګیالیو ډلو ته ووېشل شول.

سرچینه وايي، هغه مهال د طالبانو په منځ کې ویل کېدل، چې دا وسلې له ایران نه راغلې دي.

د افغانستان انټرنشنل د څیړنو له مخې، سیف العدل د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وړاندې د طالبانو جګپوړي قوماندان مولوي عبدالقیوم ذاکر ته ۱۵۰ موټر پیرلي وو چې له هغه سره یې د جګړې په شدت او د نفوذ د ساحې په ډیرولو کې مرسته وکړه.

د جمهوریت پرځېدل او د القاعده ځواکمنېدل

د جمهوریت پرځېدو سره القاعده افغانستان کې وسلوالو ته نوي تجهیزات پلورلي
د جمهوریت پرځېدو سره القاعده افغانستان کې وسلوالو ته نوي تجهیزات پلورلي

افغانستان انټرنشنل د جمهوري نظام له سقوط وروسته په لویه پکتیا، کونړ او نورستان کې د القاعده شبکې مالي لګښتونه ارزولي او دا ارزونه ښيي چې د افغان حکومت له سقوط وروسته دې شبکې په لویه کچه مالي امکانات ترلاسه کړي، یا لږ تر لږه توانېدلې چې خپلو بندو مالي سرچینو ته لاسرسی پیدا کړي.

د ارزونو پایلې ښيي چې د ۲۰۲۱ کال له سپتمبر نه د ۲۰۲۳ کال تر جنوري پورې سیف العدل د القاعده ټول هغه پورونه ادا کړي، چې په افغانستان او پاکستان کې پرې د وسلو تاجرانو درلودل.

القاعده له ۲۰۰۹ کال نه تر ۲۰۱۴ کال پورې د شمالي او سویلي وزیرستان د وسلو له مارکېټونو، د سیالکوټ او ګوجرانوالې له فابریکو او افغان او پاکستاني وسله خرڅوونکو او قاچاق کوونکو نه ګڼې وسلې، په ځانمرګو او موټربم بریدونو کې کاریدونکي توکي او بارود پېرلي وو.

د افغانستان انټرنشنل پلټنې ښيي، چې القاعده پاکستاني طالبانو ته د افغان طالبانو له ډلګيمشرانو پرمختللې او لایزري دوربین لرونکې وسلې پېرلې دي.

د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته په خوست کې د سي ای اې د صفري قطعاتو اکثریت وسلې د جنګیالیو ترمنځ ووېشل شوې او وروسته ځینې وپلورل شوې، ځکه د طالبانو مشر ویلي و، چې «دا د کفارو مال دی او باید د غنیمت په څېر چلند ورسره وشي».

په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال د خوست کمپاین ځواکونو چې له طالبانو سره یې د سختو جګړو سابقه درلوده، د درې کنډکونو سپیرې کنډک، د سپلګین لسم کنډک او د تڼیو پنځم سرحدي کنډک تجهیزات د حافظ ګل بهادر ځواکونو لاس ته ولوېدل.

حقاني ډلې ته یوې نږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل: « کې پي ایف ځواکونه چې کله په یو موټریز کاروان کې کابل ته روان وو، د حقاني کسانو په دوه منده ولسوالۍ کې محاصره کړل، خو د حافظ ګل بهادر او مولوي صادق نور داوړ جنګیالیو د دې محاصرې مخالفت وکړ، ځکه له دوی سره په همغږي کابل ته تلل.»

د سرچینې په باور، دې وسلو او پوځي موټرو د ګل بهادر ډله پیاوړې کړه او د پاکستاني ځواکونو خلاف یې عملیات چټک کړل.

سرچینه وایي، چې د غنیمت حکم او جواز، د جنګیالیو کورنیو او بهرنیو ډلو ته جرئت ور کړ، چې وسلې، موټر او نور امکانات ترلاسه کړي او یا خپله برخه پر نورو جنګیالیو، ازاد مارکیټ کې او یا پر قاچاق وړونکو یې وپلوري.

د افغانستان انټرنشنل پښتو د پلټونکې ډلې معلومات ښيي، چې القاعدې د دغو وسلو او غنیمتونو د خرڅلاو پرمهال، د ټي ټي پي جنګیالیو هر ګروپ ته لس امریکايي ایم فور، ایم ۱۶ او پر هغو د پاسه تړل کېدونکي دوربینونه (Pulsar Thermal Optics) او نور شپه لید (Night vision) تجهیزات پیرلي چې د هر پلسر دوربین بیه د هغه ډول ته په پام له ۱۴۰۰ ډالرو نه تر شپږ زره ډالرو پورې ده.

ځینې دوربینونه له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ ډالرو پورې پېرل شوي دي.

د پلټنو له مخې، القاعدې شبکې ایم فور ټوپک د هغو کیفیت ته په پام له ۱۵۰۰ ډالرو نه تر ۳۰۰۰ ډالرو پېرلي او دغه ټول پېر او پلور په یورو کرنسۍ شوی، چې د خوست په صرافیو کې په افغانۍ تبادله کیدې.

د خوست سپېره کې د حافظ ګلبهادر ډلې کسان یوه مدرسه کې د طالبانو جذبولو هڅه کوي.
د خوست سپېره کې د حافظ ګلبهادر ډلې کسان یوه مدرسه کې د طالبانو جذبولو هڅه کوي.

د افغانستان انټرنشنل د پلټنو له مخې، القاعدې شبکې د افغان طالبانو له یو شمېر سرګروپانو نه هغه پرمختللې وسلې، چې د دوی په مالي امکاناتو پېرل شوې وې، بېرته اخستې دي او ټي ټي پي او نورو جنګیالیو ډلو ته یې ور کړې دي.

پلټنې ښيي، چې د پاکستان د طالبانو تحریک هر یوولسم کس اوس دوربین لرونکو او لیزري وسلو ته لاسرسی لري.

د پلټنو پر بنسټ، دې شبکې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ، جماعت انصارالله او ایغوري جنګیالیو ته هم نوي پک اپ موټر، وسلې، شپې لید دوربینونه او نور پرمختللي جنګي وسایل پېرلي دي.

د القاعدې د یو محلي همکار قوماندان اخترمحمد خلیل یو پخواني جنګیالي د افغانستان انټرنشنل پلټونکې ډلې ته وویل، چې سیف العدل غواړي القاعده بېرته وزیرستان ته ستنه شي او په سومالیا کې نوی جګړه ییز محاذ پرانیزي.

اخترمحمد خلیل د شمالي وزیرستان له جاني خېل قبیلې سره تړاو لري او د مجلس عسکري په نامه د یوې وسله والې ډلې مشري کوي.

هغه په ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو پرمهال د القاعدې غړو ته په شوال غرنیو سیمو کې پناه ورکړې وه او وروسته یې هغوی د پکتیکا ولایت نکې ولسوالۍ او نورو غرنیو سیمو ته انتقال کړل.

د افغانستان انټرنشنل - پښتو پلټنې ښيي، چې حقاني شبکې د القاعدې په مالي ملاتړ په خوست، پکتیا او پکتیکا کې د عربو جنګیالیو او هغو کورنیو لپاره چې سرپرستانو یې افغانستان کې پر امریکايي اډو ځانمرګي بریدونه کړي، د کورونو جوړولو پروګرام پیل کړی، چې یوه برخه یې د خوست په ښار، مندوزیو ولسوالۍ او د خوست ۱۲۰۰ فامیلیو کې پلي شوې.

دغه راز، بهرنیو جنګیالیو او له وزیرستان نه د را ستنو شویو جنګیالیو کورنیو ته د غزني په واغظ، مقر او قره باغ کې هم د ښارګوټو په څېر کمپونه جوړ شوي، چې د پکتیکا له لمن او پڅې مېلې سیمو نه هلته انتقال شي، خو دغو کورنیو غزني ته له تګه انکار کړی او اوس له دې ودانیو اغزن سیم تاو دی.