صالح: د پي ټي ایم اهداف په ستراتیژیک ډول زموږ له ګټو سره تړلې دي

د پخواني‌ جمهوریت لومړی مرستیال وایي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) اهداف په ستراتیژیک ډول زموږ له ګټو سره تړلې دي. امرالله صالح د جمعې په ورځ پر اېکس لیکلي، "د پي ټي ایم بریا زموږ د دښمن لپاره له پولې بهر وضعیت ستونزمن کوي."

ښاغلی صالح وایي: «د دې حرکت پراخول به نوي تعاملات رامینځ ته کړي او طالباني جهالت او شر به کم کړي.»

صالح وایي، چې تمه ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۱۱مه د طالب او د هغوی د ملاټړو پر ضد یوه لویه قومي اعتراضي جرګه جوړه کړي، خو له اوسه د برید او یرغل تر لاندې دي.

ښاغلي صالح د دغې جرګې د بریالیتوب لپاره د دعا غوښتنه هم وکړه.

تر دې وړاندې، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د پاکستان حکومتي چارواکو، پولیسو او پوځیانو ته په یو پرانیستي لیک کې لیکلي، چې د اکتوبر د ۱۱مې جرګه د ټول پښتون ولس د امن، ټیکاو او عزت د برابرولو په موخه جوړېږي او د هیچا پر خلاف په کې پرېکړې او سازشونه نه شي کېدای.