د امریکا پخوانی لوی درستیز مارک میلي: شل کاله اوږد وخت و، خو اخر کې طالبانو افغانستان ونیو

د امریکا مخکینی لوی درستیز مارک میلي وايي، متحده ایالاتو له افغانستان نه په وتلو کې سیاسي او ستراتیژیکې کمۍ درلودې. مارک میلي زیاتوي، چې امریکا او ملګرو ته یې په افغانستان کې شل کلونه ډېر ښه او اوږد وخت و، خو په اخر کې طالبانو پلازمېنه کابل او افغانستان ونیول.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ د پرېنسټن کالج په یوه بحث کې وکړې، چې د افغانستان او منځنۍ ختیځ په اړه جوړ شوی و.

جنرال میلي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شتون په هکله وویل، « زه فکر کوم دا شل کلونه ډېر اوږده او ښه وو، خو د ورځې پای کې طالبانو پلازمېنه اشغال او ټول هېواد یې ونیوه».

میلي له افغانستان نه د متحده ایالاتو ځواکونو د وتلو په برخه کې پر سیاسي او سراتیژیکو کمیو اعتراف وکړ او ویې ویل: « په افغانستان کې زموږ په تجربو کې ډېر زیات درسونه دي».

میلي وايي، کلونه وخت اخلي چې تاریخ لیکونکي دغه درسونه او هرڅه را وباسي.

میلي وايي، چې د امریکا یوه ستره تېروتنه داوه چې د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۲ کلونو په لومړیو کې یې بن لادن ونه ژلای شوای، سره له دې چې پوځیان ډېر ور نږدې وو.

هغه دغه راز د بن توافقاتو ستراتیژیکو کمیو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې په محلي ژبو د امریکايي ځواکونو نه پوهېدل یوه بله ستره کمزوري وه چې طالبانو په کلیوالي سیمو کې ترې ناوړه ګټه واخسته او امریکا په بشپړه نه توګه نه پوهېده چې په ساحه کې څه تیریږي.
میلي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې په افغانستان کې سیاسي مشروعیت- د امریکا له برید وړاندې- ډېره مخکینۍ ستونزه ده.

جنرال میلي په غزه کې د سولې په تړاو د عربو په مشرۍ د یوه پوځي ځواک وړاندیز وکړ، خو زیاته یې کړه چې متحده ایالات په دې سیمه کې پاموړ نفوذ نه لري، ځکه امنیتي موخې یې د سیمې له نورو هېوادونو سره سر نه خوري.

د بحث په ترڅ کې یو شمېر محصلانو پر جنرال میلي د افغانستان د جګړې په تړاو نیوکې وکړې او د تالار په وره کې یو شمېر کسانو ګډونوالو د هغه مخالفې تبلیغاتي پاڼې وېشلې.

له نوموړي یوه ګډونوال اقبال وپوښتل چې افغانستان ته د امریکايي ځواکونو د تلو پر ځای کوم بدیل نه و، چې له مخې یې دغه هېواد له اوسني حالت ژغورل شوی وی.

نوموړی په ځواب کې پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ بریدونو ته لاړ او په هغه سهار د پاڅېدو شخصي خاطره یې شریکه کړه.

د هغو بریدونو مسوولیت القاعده ومانه او په ځواب کې یې امریکا پر افغانستان یرغل وکړ او د طالبانو حکومت یې نسکور کړ.

خو د امریکا ځانګړو ځواکونو د ۲۰۱۱ کال د مۍ پر ۲ د القاعده بنستګر اسامه بن لادن په پاکستان کې وواژه او ۲۰۲۰ لومړیو کې له طالبانو سره د دوحې تړون وکړ.

د دې تړون له مخې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵ پر افغانستان واکمن شول.