تاجکستان له افغانستانه د "جماعت انصارالله" د ور اوښتو له وېرې پوځي تدابیر نیولي

د افغانستان او تاجکستان پوله د سپټمبر له ۲۴مې نه د اکتوبر تر ۱۵ مې د لوړ ګواښ لرونکې سیمه ګڼل شوې ده. تاجکستاني چارواکو له بدخشان او تخار ولایت سره پر پوله امنیتي ګزمې، د څارونکو بې پیلوټه الوتکو الوتنې او څار ډېر او پوځي رخصتۍ لغو کړې دي.

د اذربایجان اې زیډ نیوز په یوه تحلیلي رپوټ کې ددې امنیتي ګامونو لامل د افغانستان په سرحدي سیمو کې د جماعت انصارالله وسله والې ډلې د فعالیتونو ناڅاپي ډېرېدل ښیي.

دغه رسنۍ وایي، د جماعت انصارالله جنګیالي دوه اوونۍ وړاندې د تخار ولایت په نواباد کې ځای پرځای شوي او د ای خانم په ګډون یې یو شمېر سرحدي امنیتي پوستې څارلې دي.

د سرچینې په باور، دې څار په تاجکستان کې دا باور پیاوړی کړی چې ممکن جماعت انصارالله دلته وسله وال بریدونه وکړي.
دغه رسنۍ وایي، د طالبانو له اعلامیو سره سره چې جنګیالیو ډلو ته د نورو هېوادونو پر ضد د خپلې خاورې د کارولو اجازه نه ور کوي، داسې برېښي چې واقعیت بل ډول دی.
د رسنۍ په باور، د جنګیالیو ډلو او داعش د حضور او فعالیتونو ډېرېدل امریکا او متحدانو ته یې فرصت ور کوي چې په سیمه کې د ترهګرۍ ضد جګړې مرسته وکړي او په دې توګه په منځنۍ اسیا کې بهرنی پوځي حضور ډېر شي.