د خبریالانو د ملاتړ سازمان: د افغانستان خبریالان تر سخت فشار، ربړونې او ګواښ لاندې دي

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان وایي، چې افغان خبریالان اوس هم د طالبانو له خوا په هېواد کې تر سخت فشار، ربړونې، سانسور او ګواښ لاندې دي. دغه سازمان په غزني کې د خبریال حکمت ارین د خوشې کېدا غوښتنه کوي.

یاد سازمان په غزني کې د خوشحال راډیو د مدیر مسوول حکمت ارین د نیول کېدو په غبرګون ویلي، چې طالبانو نوموړی د ناڅرګنده تورونو له امله نیولی دی.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د یاد خبریال په ناڅرګند برخلیک اندېښنه ښودلې ده او وایي، چې له خبریالانو سره د طالبانو روان ناوړه چلند دا په ډاګه کوي، چې دا ډله لا هم د بیان ازادۍ ته هېڅ ژمنتیا نه لري.
دغه سازمان له طالبانو د حکمت ارین د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کوي.
د خبریالانو د حقونو د ملاتړ یاد سازمان ټینګار کوي، چې ټول نړۍوال سازمانونه او د بشري حقونو بنسټونه دې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د داسې چلندونو د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.
د دې سازمان په خبره، که څه هم په افغانستان کې مېشت خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د نړۍ د هرې بلې سیمې په پرتله له جدي ګواښ او زیانمنتیا سره مخامخ دي، خو بیا هم دوی د کار خپلواکي، د بیان ازادۍ حق، اقتصادي ملاتړ او ولس ته د اطلاعاتو رسونې اسانتیاوې نه لري.
دا په داسې حال کې دی، چې د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه اعلامیه کې د خپلو سرچینو له قوله په غزني ولایت کې د طالبانو د استخباراتو له خوا د حکمت ارین د نیولو خبر ورکړی و.
د یادولو ده، چې ښاغلی ارین په خپل دفتر کې نیول شوی دی.