طالبانو په بدخشان کې له زده‌کوونکو څخه د داعش پېژندنې په اړه ازموینه واخیسته

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون خبر ورکړی، چې طالبانو د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د ښوونځیو له زده‌کوونکو څخه د “ عقیدې او داعش پېژندنې” په اړه ازموینه واخیسته. په دغه ازموینه کې له ۲۰۰ څخه ډېرو زده‌کوونکو ګډون کړی و.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزون د پنجشنبې په ورځ د (تلې ۱۲مه) یو راپور خپور کړی، چې له مخې یې د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د ښوونځیو او مدرسو له زده‌کوونکو څخه د «عقیدې او خوارج پېژندنې» په اړه ازموینه اخیستل شوې ده.
طالبان داعش ډلې لپاره د “خوارجو” کلمه کاروي.
د بهارک ولسوالۍ د پوهنې امر کمالدین احمدي وايي،‌ په دغه ازموینه کې له ۲۳۰ څخه ډېرو زده‌کوونکو ګډون کړی دی.
نوموړی وايي، د پوهنې ریاست له لوري د «حق المبین» په نوم یو کتاب د بهارک ولسوالۍ د پوهنې امریت ته ورکړل شوی، چې منځ پانګه یې عقیدوي مسایل دي او دا ازموینه هم د یاد کتاب په اړه اخیستل کېږي.
د مطیع الرحمن په نوم یو زده‌کوونکي چې په یاده ازموینه کې یې ګډون کړی وایي، په ښوونځیو کې د «حق المبین» په نوم کتاب ورکړل شوی، چې په هغه کې د خوارجو «داعش» د تاریخچې، خلافت او امامت په اړ بحث شوی دی.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون له لوري په خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي، چې د داعش پېژندنې په دغه ازموینه کې د کم عمر لرونکو ماشومانو هم ګډون کړی.
طالبانو تر دې وړاندې په یو شمېر ولایتونو کې د «امارت پېژندنې» په نوم کتابونه هم وېشلي دي، چې اکثره یې په ښوونځیو او مدرسو کې تدریسېږي.

خو د پوهنې د ډګر ځیني کارپوهان وايي، د طالبانو له‌خوا د دغسې مضامینو زده‌کړه د ماشومانو په روح او روان ناوړه اغېز پرې باسي او هغوی سر له اوسه له تاوتریخوالي سره روږدي کوي.

د دوی په باور، دا کار د اروا پوهنې له نظره په راتلونکي کې بدې پایلې هم لرلای شي.