د امریکا په کلوراډو ایالت کې یوه کمپنۍ له افغان کارګرو سره په تبعیضي چلند تورنه شوې
د امریکا په کلوراډو ایالت کې د میل های (Mile Hi) کمپنیو رییس له دې امله په تبعیضي چلند تورن شوی، چې د بشري سرچینو مدیرې ته یې په نانواییو او بېکریو کې د افغان کارګرو د نه ګومارلو سپارښتنه کړې.
په یوه اعتراض پاڼه کې چې د امریکا د کاري فرصتونو کمېسیون ته وړاندې شوې، ویل شوي چې د میل های کمپنۍ مدیرانو ته سپارښتنه شوې، چې د تور پوستو کارکوونکو ګومارنه کمه کړي او د خوراکي توکو پلورنځیو کې د افغان کارګرانو ګومارنه ودروي.
ټېلېګراف ورځپاڼه لیکي، چې د کمپنۍ رییس توني تادونیو د خوراکي توکو په پلورنځیو کې د افغانانو پرځای اسپانیايي ښځو ته ارزښت ور کاوه ځکه د نوموړي په باور، اسپانیایۍ ښځې ښه کار کوي.
تادونیو دغه راز خپل مرستیال ته سپارښتنه کړې، چې د ښکلو نجونو پر ځای چاغې نجونې وګوماري.
رپوټ وايي چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې په بېکریو کې ګڼ تورپوستي کار غوښتونکي د هغوی د توکم او افغانان د هغوی د ملت له امله له دندو بې برخې شوي.