اسراییل پر لبنان ځمکني بریدونه پیل کړل

اسراییلي پوځ پر لبنان ځمکني بریدونه کړي دي. د اسراييلي رسنیو د راپورونو له مخې، پر سوېلي لبنان د اسراييلي ټانکونو او توپخانو پر مټ د بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.

اسراییلي چارواکي وايي، اسراییلي پوځ به د سوېلي لبنان په کلیو کې محدود هدفي عملیات وکړي.
د عربي رسنیو په وینا، اسراییلي پوځ د لبنان پولې ته څېرمه مېشت ځایونه د پوځي کمپونو په توګه اعلان کړي دي.
له بله پلوه د لبنان پوځ د اسراییل پولې څخه ۵ کیلومتره شاتګ کړی دی.
د رويټرز خبري اژانس په خبره، د لبنان پوځ په سوېلي لبنان کې د اسراييل پولې ته څېرمه څو مورچلې پرېښې دي.
اې ايف پي خبري اژانس بیا د امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې اسرایيل د لبنان په پوله محدود عمليات کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر خبریالانو ته ویلي:« اسراییل موږ ته ویلي، چې د لبنان پولې ته څېرمه په محدودو عملیاتو کې د حزب الله مرکزونه په نښه کوي.»
له تېرو څو ورځو راهيسې پر لبنان د اسراییل هوايي بریدونه دوام لري، چې په ترڅ کې يې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اسراییل د هوايي بریدونو په پایله کې د حسن نصرالله په ګډون د حزب الله جګپوړي مشران هم وژل شوي دي.
د حزب الله لنډمهاله مشر نعیم قاسم په خپله وینا کې ویلي:« د حسن نصرالله تر وژنې وروسته به هم زموږ عملیات دوام ولري»
هغه زیاته کړه:« که اسراییل په لبنان کې ځمکني عملیات وکړي موږ یې دفاع ته چمتو یو.»
د حزب الله لنډمهاله مشر وړاندې ویلي:« اسراییل به په خپلو موخو کې بریالی نه شي او موږ به جګړه هغه ډول وګټو لکه څنګه چې مو د ۲۰۰۶ کال په جګړه کې د اسراییل پر وړاندې بری خپل کړی و.»