د طالبانو د پاسپورټ اداره: کابل کې په تېرو دوو میاشتو کې ۱۱۰ زره پاسپورټونه وېشل شوي دي

د طالبانو د پاسپورټ عمومې اداره وايي، چې يوازې يې په تېرو دوو میاشتو کې په درېيو مرکزونو کې ۱۱۰ زره خلکو ته پاسپورټونه وېشلي دي. ډېری کسان وايي، چې د خراب اقتصادي حالت له کبله خلک له هېواده د تېښتي په حال کې دي.

د طالبانو د پاسپورټ عمومي ادارې ویاند عمري لوګري ويلي، چې د کابل په دارالامان، قلعه زمان او تنګي تره خيل سيمو کې يې په درې تازه جوړیو شویو مرکزونو کې ۱۱۰ زره افغانانو ته پاسپورټونه ورکړي.

دغه اداره زياتوي، چې د پاسپورټ اخيستلو په برخه کې د خلکو غوښتنه ډېره ده او دوی هڅه کوي، په دې برخه کې لا اسانتياوې رامنځته کړي.

د پاسپورټ اخیستونکو ډېره برخه هڅه کوي، چې له هېواد بهر د ژوند کولو لپاره ولاړ شي.

د دوی په خبره، چې په هېواد کې کمزوری اقتصادي وضعیت يې په ژوند کې بدلونه نه شي راوستلی.

د روان کال د زمري په نیمایي کې د کډوالو نړۍوال سازمان وویل، چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې شاوخوا اته میلیونه افغانان له خپل هېواده وتلي دي.
دغه سازمان وايي، یو میلیون افغانانو په اروپايي هېوادونو کې پناه غوښتې او ۸۵ سلنه نور ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.
د دې ترڅنګ، د روان کال د وږي په ۱۲مه د کډوالو نړۍوال سازمان یو ځل بیا وویل، چې له یوې اونۍ څخه په کمه موده کې ۷۲ زره افغانان له هېواده وتلي دي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې؛ په دې موده کې له افغانستان څخه د وتلو کسانو شمېر دغه هېواد ته د ننوتو په پرتله ۱۱ سلنه ډېر و.
اقتصادي ستونزې، پاکستان او ایران ته د کورنیو د لیدل او درملنه، د دغو افغانانو د وتلو لامل په ګوته شوي دي.