لویډ استین: که ایران پر اسراییل مستقیم برید وکړي، " جدي پایلې" به ولري
د امریکا د دفاع وزیر لویډ استین ایران ته خبرداری ورکړ، که چیرې په مستقیم ډول پر اسراییل برید وکړي؛ نو جدي پایلې به ولري.
نوموړي په اېکس پاڼه کاږلي، چې د اسراییل د دفاع وزیر یوف ګالنټ سره یې د امنیتي پرمختګونو او د اسراییل د عملیاتو په اړه خبرې کړې دي.
هغه ویلي، چې متحده ایالات د ځان د دفاع لپاره د اسراییل د حق ملاتړ کوي.
هغه لیکلي:« موږ د پولې په اوږدو کې د بریدونو زېربنا د ویجاړولو پر اړتیا هوکړه وکړه؛ چې ډاډ ترلاسه کړو د لبنان حزب الله د اکتوبر د ۷مې برید ته ورته کوم برید ترسره نه کړي.»
هغه دا رنګه د یوه ډیپلوماتیک پرېکړه لیک پر اړتیا ټینګار کړی، چې ډاډمن شي ملکي وګړي د پولې دواړو غاړو ته په خوندي توګه خپلو کورونو ته ستانه شي.
دغه خبرې وروسته له هغې څرګندېږي، چې اسراییلي پوځ پر لبنان ځمکني بریدونه پیل کړي دي.
د اسراييلي رسنیو د راپورونو له مخې، په سوېلي لبنان كې د اسراييلي ټانکونو او توپخانو پر مټ د بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.