زلمی خلیلزاد: ایران د اسراییل پر وړاندې په برید کولو کې دوه زړی دی
د افغانستان لپاره د امریکا مخکني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د لبنان پر حزبالله د اسراییل د خونړیو بریدونو په غبرګون کې ویلي چې په ایران کې لوړپوړي تصمیم نیونکي به د خپلو امنیتي اندېښنو له امله د اسراییل پر ضد هېڅ ګام پورته نه کړي.
هغه تېره شپه دوشنبه ناوخته په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د اسراییل د بریدونو پر وړاندې د ایران چوپتیا د خپلو نیابتي ډلو تر منځ د دغه هیواد دریځ کمزوری کړی او په کور دننه به ځينې توندلارې په غوسه کړي.
زلمی خلیلزاد زیاتوي چې ایران د اسراییل په وړاندې په برید کولو کې دوه زړی دی.
هغه د ایران په اړه په خپلو وړاندوینو کې وویل: «که چیرې ایران پر اسراییل برید وکړي نو د خپل مشرتابه په وړاندې د ویجاړونکي غبرګون ویره لري او که د غچ دغه برید ونه کړي نو د خپلو نیابتي ډلو تر منځ به یې د خیانت احساس پیاوړی کړي چې په دې سره به یې دبدبه کمزورې شي. او په کور دننه به ورته کړکیچونو زیات شي.»
د خلیلزاد په وینا، علي خامنهيي به تر ډېره بریده کوم ګام وانه خلي، او «که یې اخلي هم یا به سمبولیک او ډراماتیک اقدام وکړي او یا به له سیمې بهر یو ځای برید وکړي.»
په لبنان کې د حزب الله د مهمو سیاسي مشرانو او قوماندانانو پر وړاندې د اسراییل له خونړیو بریدونو او په غزه کې د حماس له کمزوري کېدو وروسته، ایران اوس په یوه ستونزمن حالت کې دی.
حزب الله چې په لبنان کې د ایران نیابتي ډله ده، په تېرو دوو اونیو کې یې د خپل مشرتابه او پوځي کارکوونکو اوه مهم شخصیتونه له لاسه ورکړي دي.
د حزب الله د مشر حسن نصرالله وژل کېدو دغه ډله په وروستیو لسیزو کې تر ټولو بد حالت ته بېولې ده.