د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی له خپلې دندې ګوښه شو
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان لپاره د دغه وزارت ځانګړی استازی ټام وېسټ د افغانستان د استازولۍ له دندې ګوښه او نوموړی د بهرنیو چارو وزارت د بندیزونو د هماهنګۍ د برخې مشر ټاکل شوی دی.
وروسته له هغې چې په افغانستان کې طالبانو واک تر لاسه کړ، د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له دندې ګوښه او پر ځای یې د هغه مرستیال ټام وېسټ وګومارل شو.
د افغانستان په تړاو په وروستیو غونډو کې د ټام وېسټ نه ګډون د هغه د دندې په تړاو ګونګوسې پورته کړې وې.