په ننګرهار ولایت کې د یوې کښتۍ د چپه کېدو له امله ۴ کسان مړه شوي او ۶ نور ورک شوي

د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې د یوې کښتۍ د چپه کېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ کسان مړه شوي او ۶ نور ورک شوي دي. د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې دا پېښه نن مازدیګر تر هغه وروسته رامنځته شوه، چې په یوې کښتۍ کې ۱۴ کسان له توپان سره مخامخ شول.

د راپور له مخې؛ طالبانو او د سیمې خلکو څلور کسان له اوبو څخه ژوندي را اېستلي او د شپږو نورو کسانو د موندلو لپاره یې هم هڅې روانې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له جمعې ورځې راهیسې د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د ورښتونو له امله سخت سېلابونه راوتلي او خلکو ته یې ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس مخکې هم ویلي وو، چې دغه سېلابونه د یادې ولسوالۍ اړوند کنډي، غازي اباد، جنت خان، سلامپور او یو شمېر نورو کلیو کې د ډېرو ورښتونو له امله راوتلي، چې له امله یې ۳ تنه مړه شوي او ۲۰ نور ژوبل شوي دي.
په افغانستان کې له تېر یوه کال راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو سېلابونو د راوتلو له امله سلګونه کسان مړه شوي او د خلکو زرګونه کورونه له منځه تللي دي.
له دې سره، د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې بیا څه موده وړاندې وویل، چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د چمتووالي په موخه یې لس کلن پلان نږدې بشپړ کړی دی.
د دغې ادارې د اقلیم د بدلون مشر ویلي وو، چې د دغه پلان د عملي کولو لپاره په یاده موده کې د شل میلیارده ډالرو په ارزښت اړتیاوې په پام کې نیول شوي دي.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولانو له رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړې وه، چې د اقلیمي بدلون زیانونو په هېواد کې ۲،۵ میلیونه خلک بې ځایه کړي، کروندګرو ته په کلني ډول ۲۵۰ میلیونه ډالره زیان رسوي او ۲۱ میلیونه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان په نړۍواله کچه د اقلیمي بدلون له امله شپږم زیانمن هېواد بلل شوی دی.