اسناد: د طالبانو د برېښنا عمومي رییس د ملا هبت الله د فرمان خلاف تازه ګمارنې کړې

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي اسناد ښيي، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رییس عبدالباري عمر، د ملا هبت الله اخوندزاده د فرمان خلاف کمارنې کړې دي. د ملا هبت الله اخوندزاده په فرمان کې راغلي، چې برېښنا شرکت نشي کولی له پنځمو بستونو پورته ګمارنې وکړي.

خو د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د برېښنا شرکت د مکتوبونو پر اساس د یاد شرکت رییس عبدالباري عمر په تېرو څو ورځو کې د نعمان احمدي په نوم یو کس د برېښنا شرکت د سیستم د پراخوالي مدیریت کې د ۶ بست لپاره ټاکلی دی.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت کې سرچینې وايي، نعمان احمدي له مدرسې فارغ شوی دی، خو اوس د تېر حکومت کارمند پرځای چې په دغه مدیریت کې یې د کلونو کاري سابقه درلوده په پنځم ګرېډ کې په لوړ معاش مقرر شوی دی.

په یو بل مکتوب چې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړی، د طالبانو د برېښنا د عمومي رییس عبدالباري عمر په امر ،د دې شرکت د بشري منابعو د رییس په لاسلیک د ضیاالحق په نوم یو ملا چې له مدرسې فارغ دی او هېڅ تعلیمي اسناد نه لري، د پخواني حکومت د یو کارمند پر ځای ګومارل شوی، چې هغه مسلکي انجنیر و.

خو د طالبانو مشر ملا هبت الله په یوه ځانګړي فرمان کې له برېښنا شرکت غوښتي چې د پنځم بست نه ښکته په دغه اداره کې کسان «د امارتي شرکتونو د لوی ریاست د استازي په حضور کې د ازاد رقابت له لارې وګمارئ.»

په دغه فرمان کې راغلي «له پنځم بست نه پورته بستونو کې ګمارنې د برېښنا شرکت پورې اړه نه لري او نه هم د امارتي شرکتونو لوی ریاست ته له وړاندیز پرته بره ګمارنې کولی شئ.»

د اسنادو پر بنسټ د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان شرکت رییس عبدالباري عمر نه یوازې د ملا هبت الله فرمان تر پښو لاندې کړی بلکې د دې ډلې د امارتي شرکتونو عمومي ریاست حکم یې هم نه دی عملي کړی.

نوموړي له پنځمو بستونو ښکته بستونو کې هم له ازاد رقابت نه پرته او نا مسلکي کسان ګمارلي او دې یې سره په خپل سر ګمارنې کړې دي او د مدرسو ملایان یې ټاکلي دی.

د افغانستان برېښنا شرکت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، ځیني مسلکي کسان چې د پخواني حکومت څخه یې په دغه اداره کې کار کاوه له دندو یې شړلي دي او دا بهیر هره ورځ ادامه لري.

ډیری کتوونکي په دې باور دي، چې د طالبانو د لومړي مشر ملا عمر په پرتله د دې ډلې د اوسني مشر ملا هبت الله ډيری فرمانونه نه عملي کیږي او یوازې د کاغذ پرمخ پاتې دي.

ملا هبت الله اخوندزاده د روان کال « د زمري ۲۷مه» عبدالباري د افغانستان برېښنا شرکت د رییس په توګه وټاکه.