د شهباز شریف خبرو ته د طالبانو غبرګون: افغانستان د هیچا پر وړاندې ګواښ نه دی

د طالبانو د ډلې مرستیال ویاند حمدالله فطرت د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف خبرو ته په غبرګون کې وایي، چې افغانستان د هیچا پر وړاندې ګواښ نه دی.

د پاکستان لومړي وزیر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ویلي و، چې اوس‌مهال په افغانستان کې د داعش، القاعدې او د تحریک طالبان پاکستان په ګډون یو شمېر نورې ترهګرې ډلې شته چې د سیمې او د نړۍ هېوادونو لپاره ګواښ پېښولای شي.
ښاغلي شریف له طالبانو وغوښتل، چې له ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه په پاکستان کې د خونړیو بریدونو له عاملانو سره مبارزه وکړي.
خو ښاغلي فطرت د پاکستان د لومړي وزیر د څرګندونو په غبرګون کې د یوه ویډیویي پیغام له لارې ویلي، چې افغانستان د هیچا پر وړاندې ګواښ نه دی او هیڅ یوې بهرنۍ ډلې ته د افغانستان په خاوره کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.
هغه په ټینګار سره ویلي، هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې چاته ګواښ پېښ کړي.

هغه دا رنګه د چین، ایران او روسیې له دریځونو هرکلی کړی او ویلي یې دي:« موږ د ټولو ګاونډبو هېوادونو د مثبتو سیاستونو ملاتړ او هرکلی کوو.»
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼو سیمه ایزو او د نړۍ نورو هېوادونو دغلته د ترهګرو د مرکزونو په جوړولو اندېښنې ښودلي، چې له ډلې یې دوو ګاونډیو هېوادونو پاکستان او تاجکستان په وار، وار دغه اندېښنې په نړیوالو دریځونو کې په ډاګه کړېدي.