اسراییلي چارواکي: د لومړنیو مالوماتو له مخې د بیروت پر سوېل برید کې حسن نصرالله وژل شوی

نیویارک ټایمز له پنځو اسراییلي امنیتي چارواکو له خولې راپور ورکړی، چې د لومړنیو مالوماتو له مخې په دغه برید کې حسن نصرالله وژل شوی دی.

د اسراییل پوځ بیا وایي، چې د جمعې په ورځ یې د بیروت په سویلي څنډه کې د حزب الله مرکز په نښه کړ.
اکسیوس خبري اژانس د اسراییلي سرچینې په حواله ویلي، چې د حزب الله مشر سید حسن نصرالله د دغه برید اصلي هدف و.

حزب الله ته یوې نږدې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې حسن نصرالله ژوندی دی او د ایران تسنیم خبري اژانس هم ویلي چې هغه خوندي دی.
یو جګپوړي ایراني امنیتي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې تهران د هغه وضعیت څاري.
د لبنان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په دغه برید کې شپږ کسه وژل شوي او ۹۱ نور ټپیان دي.
اسراییل په تېره اونۍ کې د بیروت په سوېل کې د حزب الله تر کنټرول لاندې سیمو چې د ضاحیه په نوم ېیژندل کېږي څلور ځله برید کړی چې لږ تر لږه د حزب الله درې جګپوړي پوځي قوماندانان یې وژلي دي.
له بل پلوه د دغه کړکېچ پر دوام امریکا په لبنان کې له خپلو وګړو غوښتي، چې دغه هېواد ته دې له سفر کولو ډډه وکړي او که دغه هېواد کې دي؛ نو ژر تر ژره دې له دغه هېواده ووځي.