د بښنې نړۍوال سازمان: د زده‌کړو فعال احمد فهیم عظیمي تر ۱۱ میاشتني بند وروسته خوشې شو

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، چې د زده‌کړو فعال احمد فهیم عظیمي تر یوولس میاشتني بند وروسته طالبانو خوشې کړ.

احمد فهیم عظیمي د ۱۴۰۲ کال د تلې په میاشت کې د طالبانو د استخباراتو له لوري د کابل په شېرشاه مېنه (کارته چهار) سیمه کې ونیول شو او د څرخي پله زندان ته ولېږدول شو.

داسې ویل کېده، چې ښاغلی عظیمي د ښځو د تعلیم د غوښتنې له امله بندي شوی و.
د بښنې نړۍوال سازمان د احمد فهیم عظیمي پر خوشې کېدو خوښي څرګنده کړې.
دغه سازمان پر اېکس پاڼه لیکلي، چې هغه باید هیڅکله د نجونو د زده‌کړو د حق مبارزې لپاره زنداني شوی نه وای .
دغه سازمان له ټولو هغو کسانو مننه کړې، چې د هغه د خلاصون لپاره یې نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې (د وږي په ۳۰مه) دغه سازمان د طالبانو په زندان کې د فهیم عظیمي د رواني روغتیا په خرابېدو پر ټینګار د هغه د ژر او بې له شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.
د بښنې نړۍوال سازمان په یوې اعلامیه کې چې (د وږي په ۳۰مه) خپره شوه ویلي و، چې د پوهنې فعال فهیم عظیمي د هغه جرم له امله چې ترسره کړی یې نه دی، څو میاشتې وشوې چې د طالبانو په زندان کې دی.

خو طالبانو د نوموړي د خلاصون په اړه لا څه نه دي ویلي.