په هند کې د مذهبي مراسمو پر مهال د ۳۷ ماشومانو په ګډون ۴۶ کسان په اوبو کې ډوب شوي دي
د هند په بېهار ایالت کې د جیوت پتریکا د مذهبي مراسمو پر مهال د ۳۷ ماشومانو په ګډون ۴۶ کسان په اوبو کې ډوب شوي دي.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د سې شنبې په ورځ د بېهار په ۱۵ ولسوالیو کې د خلکو د ډوبېدو پېښې راپور شوې دي.
په مړو شویو کسانو کې اوه تنه ښځې هم شاملې دي.
په بېهار کې د جیوت پټریکا مراسم د مېندو لهخوا د خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره نمانځل کېږي.
دغه مراسم په اترپردېش او جهارکنډ او همدارنګه په نیپال کې هم نمانځل کېږي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې د اورنګ اباد، ګوپالجنګ، سمستي پور، روهټاس، پټنا او ویشالي په ګډون د بېهار په ۱۵ ولسوالیو کې د ډوبېدو پېښې رامنځ ته شوې، چې له دې وروسته د ۴۶ کسانو جسدونه راویستل شوي او ۳ کسه لا هم تري تم دي.
د هند حکومت د مړو شویو کسانو کورنیو ته د څلور لکه روپیو د مرستې اعلان کړی دی.
هندي رسنۍ وايي، تېر کال هم د همدې مېلې پر مهال په ۲۴ ساعتونو کې ۲۲ کسان په اوبو کې ډوب شوي وو.