مولوی یعقوب: ځانګړي ځواکونه د اسلامي نظام د مخالفینو پر وړاندې یوه نه ماتېدونکې کلا ده
د طالبانو د فاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د دغې ډلې د ځانګړو ځواکونو فرقې له قومندانۍ څخه د یو شمېر منسوبینو په فراغت غونډه کې وویل: «ځانګړي ځواکونه د اسلامي نظام د مخالفینو پر وړاندې یوه نه ماتېدونکې مستحکمه کلا ده.»
نوموړي همداراز زیاته کړې، چې دغه ځواکونه له پرمختللو تجهیزاتو په استفادې او له مسلکي زده کړو وروسته په هېواد کې د هر ډول ګواښ پر وړاندې په کلکه توګه دفاع کوي.
د طالبانو دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دې وزارت اړوند ۹۴۷ تنه ځانګړي کماندو ځواکونه د سختو تمریناتو او تعلیماتو وروسته د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ځانګړو ځواکونو فرقې د تعلیمي مرکز له قوماندانۍ څخه فارغ شوي دي.
دا غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې طالبانو په دې وروستیو کې په خپلو امنیتي لیکو کې د ځوانانو د جذبولو بهیر چټک کړی او همداراز یې خپلو پخوانیو ځواکونو ته د روزنې چارې زیاتې کړي دي.
طالب چارواکي په داسې حال کې د افغانستان له خاورې څخه د دفاع خبرې کوي، چې پر افغانستان د دوی له بیا ځلې واکمنېدو سره یو ځل بیا القاعدې ډلې په افغانستان کې خپل مرکزونه جوړ کړي، داعش ډله پکې پیاوړې شوې ده او د پاکستاني چارواکو په خبره طالبانو د تحریک طالبان پاکستان غړو ته هم په دغه هېواد کې پناه ځایونه ورکړي دي.
طالبانو بیا تل دا تورونه رد کړي او وایي، چې دغه ډله د ترهګرو ډلو پروړاندې سخته مبارزه کوي او هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ جوړ کړي.