حنيف اتمر: د افغانستان د ډیپلوماټیکو او قونسلي استازولیو تړل یوه تاریخي تېروتنه ده
د پخواني جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په لندن کې د افغانستان سفارت د تړل کېدو په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان د ډیپلوماټیکو او قونسلي استازولیو تړل یوه تاریخي تېروتنه ده.
هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، له شک پرته چې د دغو استازولیو تړل کېدل به بدې سیاسي پایلې ولري او په بهر کې به مېلیونونه هېوادوال له سختو حقوقي ستونزو سره مخامخ کړي.
په لندن کې د افغانستان سفیر زلمي رسول خپل کار پایته ورساوه او د سفارت کېلي یې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارله.
خو حنیف اتمر له کوربه هېوادونو غوښتي، چې په دې پېچلې مسله کې دې له هر اړخیزې ارزونې سره له سیاسي چلن ځینې کار واخلي.
هغه لیکلي، د سفارت تړنه د حل معقوله لار نه ده.
هغه د خپلې لیکنې په وروستۍ برخه کې لیکلي، کوربه هېوادونه مسوولیت لري چې د جایدادونو او هغه پیسې چې دوی ته سپارل کېږي، په کې له روڼتیا کار واخلي او د هغو په اړه دې د افغانستان له خلکو سره مالومات شریک کړي او په ساتنه کې یې باید له نړۍوالو قوانینو کار واخیستل شي.