ځايي اوسېدونکي: د ننګرهار په ګوشته کې یو ځل بیا د پاکستان او طالبانو ترمنځ جګړه پیل شوې

ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشل ته وویل، چې څو شیبې وړاندې د ننګرهار په ګوشته کې یو ځل بیا د پاکستان او طالبانو پوله ساتو ځواکونو ترمنځه جګړه پیل شوې ده. تر اوسه پاکستان او طالبانو د روانې جګړې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د روانې چګړې د مرګ ژوبلې په اړه هم لا کوم معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د سیمو خلکو په رالیږل شوو غږیزو پیغامونو کې د درنو وسلو غږونه اورېدل کیږي.

له دې وړاندې د ننګرهار د ګوشتې او د کونړ د خاص کونړ ولسوالیو ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې پرون د پاکستان او طالبانو د پوله ساتو تر منځه د یوې پوستې د جوړېدو پر سر نښته شوې.

دوی ویلي و، چې له دې جګړې وروسته د دواړو ولسوالیو پر سرحدي کلیو د پاکستان له لوري توغندیز بریدونه هم شوی دی.

د ځايي سرچینو په وینا، طالبانو غوښتل د کوشتې په انارګي غاښي کې پوسته جوړه کړي، خو پاکستاني پوځ یې مخالفت وکړ.