د کندهار طالبان د رسنوالو ته: که تر راتلونکې یوې اونۍ مو ږېرې نه وې د شکایت حق نه لرئ
له کندهار ولایت څخه یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې په دغه ولایت کې د طالبانو امربالمعروف یو ځل بیا د رسنیو مسوولانو ته خبرداری ورکړی، چې که تر راتلونکي یوې اونۍ یې کارکوونکو ږېرې نه درلودې بیا د شکایت حق نه لري.
سرچینه وایي؛ په کندهار کې د امربالمعروف مسوولانو ویلي، چې که تر راتلونکې یوې اونۍ یا لسو ورځو پورې د رسنیو کارکوونکو ږیرې نه وې پرېښې، نو دوی به ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په کندهار ولایت کې د امربالمعروف ادارې مشر له خبريالانو سره څو ورځې وړاندې په خپل منځني ناسته کې له هغوی څخه وغوښتل، څو د یادې ډلې نوی قانون په ټولنه کې خپور او عملي کړي.
ډېری کسان وایي، چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت د نوي قانون له اعلان سره سم د دغه وزارت د محتسبانو له لوري اعلان شوی قانون په زور پر خلکو پلی کېږي.
سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته همداراز ویلي، چې د طالبانو امربالمعروف په رسنیو کې د ږیرې پر پرېښودو د ټینګار ترڅنګ په روزنیزو مرکزونو، ادارو او واټونو کې هم پر خلکو فشارونه زیات کړي، چې پر اسلامي او شرعي قوانینو برابر باید ږیرې پرېږدي.
د طالبانو د امربالمعروف نوي قانون کې هم د ږیرې په اړه یادونه شوې ده او د ږیرې خرېیل یې ګناه بللی دی.
طالبانو واک ته رسېدو سره په دولتي ادارو کې د پخواني حکومت پر مامورینو د ږېرې پرېښودل او خولۍ پر سر کول حتمي کړي دي.
د سرچینې په خبره، طالبانو له رسنیو همداراز غوښتي چې پر ټولنیزو پاڼو انځورونه خپاره نه کړي.
د یو شمېر ولایتي رسنیو مسوولان وایي، سره له دې چې د طالبانو له خوا ټول شرعي قوانین په خپلو چارو کې عملي کوي، خو بیا هم د دې ډلې د امربالمعروف محتسبان پرې فشارونه او سپارښتنې زیاتوي.
له دې سره، دوه ورځې وړاندې په پکتیا او خوست ولایتونو کې ځینو سلمانیانو افغانستان انټرنشنل ته هم ویلي و، چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو خبرداری ورکړی، چې که له دې وروسته وېښتان سټایلي جوړ کړي او ږیرې وخریي ۱۰ زره افغانۍ به جرمانه شي او یوه میاشت به یې هټۍ هم وتړل شي.
که څه هم د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې یو شمېر کسانو د یادې ډلې د مفکورې او تګلارو د بدلېدو خبرې کولې، خو د درېیو کلونو په تېرېدو سره نه یوازې دا چې د دوی په چلند کې نرمښت نه دی راغلی، زیات شوی هم دی.