د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» شپږمه غونډه په راتلونکې میاشت کې جوړېږي
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، د افغانستان په اړه د مسکو شپږمه غونډه به د روان کال په اکټوبر میاشت کې جوړه شي. اندري رودینکو وویل، چې په دې غونډه کې به طالبان هم راوبلل شي.
د مسکو فارمټ مخکینۍ غونډه د ۱۴۰۲ کال د تلې میاشتې په ۷مه نېټه په کازان کې جوړه شوې وه.
د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ د شپږمې غونډې کره نېټه لا نه ده اعلان شوې.
خو ریانوستي د اندرې رودینکو په حواله په خپل راپور کې ویلي، چې دغه غونډه به د اکټوبر په میاشت کې په مسکو کې جوړه شي او روسیه به طالبانو ته هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړي.
په افغانستان کې د روسیې سفیر دیمیتري ژېرنوف د وږي په میاشت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت کې له امیرخان متقي سره ولیدل او د دې ډلې استازو ته یې د مسکو په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه وکړه.
د مسکو فارمت مخکینۍ غونډه په کازان کې تر سره شوه، چې په کې د هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، ترکمنستان، ازبکستان او طالبانو استازو ګډون کړی وو.
له یادو هېوادونو څخه یوه یې هم طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي؛ خو له دغې ډلې سره نږدې ډیپلوماټیک اړیکي پالي.