د بشري حقونو فعالې مهرې بارکزۍ د نه خوړو اعتصاب دویمې ورځې ته وغځېد

‏د بشري حقونو او نر ښځیانو د حقونو فعالې مهرې بارکزۍ پرون سې شنبه (د سپټمبر ۲۴مه) په ⁧‫افغانستان‬⁩ کې د جنسیتي اپارتاید او هزاره توکمو د نسل وژنې په غبرګون د نه خوړو اعتصاب کړی.

اغلې بارکزۍ چې دغه اعتصاب (د سپټمبر په ۲۴مه) پیل کړی وایي، چې د نه خوړو اعتصاب به یې (د اکټوبر تر ۸مې نېټې) دوام وکړي.
نوموړې د خپل اعتصاب خېمه د جرمني په برلین ښار کې درولې ده.
هغه وایي، د دغه اعتصاب موخه یې په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید او هزاره وګړو د نسل وژنې د رسمیت پېژندلو په برخه کې د جرمني په دولت او اروپایي ټولنې د فشار راوړل دي.

‏نوموړې په افغانستان کې د بشري حقونو روان وضعیت خورا خواشینوونکی ګڼي.
هغې له ټولو فعالینو غوښتي، چې دغه غږ ورسره بدرګه کړي.
نوموړې تر دې وړاندې د روان کال په وږي میاشت کې هم د نه خوړو اعتصاب کړی و.
مهرې بارکزۍ هغه مهال په افغانستان کې د «نرښځیانو د جنسیتي توپیر» د په رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې وه؛ خو د بد روغتیایي وضعیت له کبله د اعتصاب په اتمه ورځ روغتون ته ولېږدول شوه.