روزماري ډیکارلو: د دوحې تړون د درېدو له ګواښ سره مخ دی
د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیاله روزماري ډیکارلو وایي، تر دې وړاندې ډېرو هېوادونو د دغې هوکړې پرمخ وړلو ته لېوالتیا لرله؛ خو اوس وضعیت ډېر پېچلی دی.
هغې دغې څرګندونې تېرماښام د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو په یوې ناسته کې وکړې.
اغلې ډیکارلو وویل، چې د طالبانو د امر بالمعروف نوي قانون دغه تړون له ګواښ سره مخ کړی دی.
هغې په ټینګار سره ویلي، چې ډېری د دوحې د تړون پر مخ بېولو لپاره لېواله هېوادونه له طالبانو د نړۍوالو ژمنو د عملي کولو تمه لري؛ خو تعامل کلیدي موضوع ده.
هغې له هېوادونو وغوښتل، چې پر طالبانو فشار زیات کړي.
هغې زیاته کړه:« که غواړو چې طالبان موږ جدي وګڼي؛ نو باید په خپلو خبرو عمل وکړو.»
هغې له طالبانو د څو بنسټیزو ګامونو د اخیستو غوښتنه کړې، چې په کې د یو پراخ بنسټه حکومت جوړېدل، بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی، د ترهګرۍ او نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې هڅې دې ترسره کړې.
د هغې په وینا، که طالبان دغه ګامونه واخلي؛ نو نړۍواله ټولنه به پر دوی شته محدودیتونه لرې کړي او له دوی ځخه به ملاتړ وکړي.