په کندهار کې طالب چارواکي: د احمدشاه بابا د کور د رغولو چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي
په کندهار کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس وايي، د احمدشاه بابا د کور رغنیزې چارې د تاریخي ابدو د سبک سره سمې ترسره کېږي او ډېر ژر به یې رغنیز کارونه بشپړ شي.
په کندهار کې د طالبانو د اطلات او کلتور رییس انعام الله سمنګاني د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې د سدو زو په سیمه کې د افغانستان د بنسټګر احمدشاه بابا د کور د رغیزو چارو د لیدنې پر مهال ویلي، چې د یاد کور د بیارغونې چارې اتیا سلنه بشپړې شوې دي.
په کندهار کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د انعام الله سمنګاني له قوله لیکلي، چې د لوی احمدشاه بابا د کور د بیارغونې کارونه د یادې ډلې د اطلاعات او کلتور وزارت له لوري په مسلکي ډول ترسره کېږي او ډېر ژر به یې ترمیماتي چارې بشپړې شي.
د احمدشاه بابا کور د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې په سدوزو سیمه کې دی، چې درې سوه کلن تاریخ لري او په بخارایي بڼه جوړ شوی؛ خو اوس يې ځینې برخې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخامخې دي.
د دغه کور د استملاک چارې د تېر حکومت پرمهال بشپړې شوې او تمه وه، چې د بیارغېدو چارې یې هم پیل شي.
د احمد شاه بابا کور چې شاوخوا ۳۰۰ کاله مخینه لري او تر پروسږکاله په کې د هغه وارثان اوسېدل، د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان پر بنسټ استملاک او د کندهار ښاروالۍ ته وسپارل شو او طالبانو څو میاشتې وړاندې د دغه کور د بیا رغولو چارې پيل کړې.
د تاریخي سیمو د بیا رغولو چارې تر ډېره د پخواني حکومت پر مهال پیل شوې وې، چې اوس یې طالبان هماغه نېمګړې چارې بشپړوي.