د بیان د ازادۍ کور: په ترکیه کې افغان خبریالان افغانستان ته د اېستلو له ګواښ سره مخامخ دي
د بیان د ازادۍ په نامه بنسټ وايي، په ترکیه کې مېشت افغان خبریالان د اقتصادي ستونزو تر څنګ له دغه هېواده د اېستلو له ګواښونو سره هم مخامخ شوي دي.
دغه بنسټ د دوشنبې په ورځ ناوخته د (تلې په دویمه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په ترکیه کې یې له شاوخوا ۳۰ تنو خبریالانو سره لیدلي، هغوی ورته هغه زړه بوږنوونکې کیسې کړې چې دوی ورسره هره ورځ مخامخ دي.
د بیان د ازادۍ کور په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو خبریالانو ورسره له ترکیې څخه افغانستان ته د اېستلو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې او ویلي یې دي، که دوی افغانستان ته ستنول کېږي، نو د طالبانو د زور زیاتي، نیولو او بندي کېدلو سره به مخامخ شي.
دغه بنسټ وايي، په ترکیه کې مېشت افغان خبریالان په ورځیني ژوند کې له «سختو او ځوروونکو اقتصادي ستونزو» سره لاس او ګرېوان دي، د اوسېدو لپاره قانوني اسناد نه لري او د اقتصادي ستونزو له امله په ودانیزو چارو کې د سختو ربړو په ګاللو سره لږې پیسې تر لاسه کوي.
د «بیان د ازادۍ کور» په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې دغه سختې چارې نه یوازې د هغوی مالي بنسټونه نه شي پیاوړي کولای؛ بلکې ورسره د هغوی مسلکي هویت ته هم زیان اړوي.
دغه بنسټ وايي، چې دغه خبریالان غواړي ځیني هېوادونه لکه امریکا، کاناډا او جرمني دې د دوی غوښتنلیکونه ومني او له نړۍوالو بنسټونو هم تمه کوي، چې د دوی سره دې په دې کار کې مرسته وکړي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ګڼ خبریالان د دغې ډلې له وېرې بېلابېلو هېوادونو ته کډه شول؛ خو ډېر یې د ګاونډیو هېوادونو تر څنګ ترکیې ته هم مهاجر شول.
نن سبا د ایران او پاکستان تر څنګ، افغان خبریالان په ترکیه کې هم له نا څرګند برخلیک سره مخامخ شوي دي او له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کوي، چې د دوی د راتلونکي ژوندانه په اړه دې پرېکړه وکړي.