په تېرو دوو ورځو کې په جلا،جلا ټرافیکي پېښو کې دوه تنه مړه او ۵۷ نور ټپیان شوي دي

د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې د کابل_ننګرهار پر لویه لار او په هرات کې د ټرافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه شوي او ۵۷ نور بیا ټپیان دي. په لغمان ولایت کې د طالبانو امنیتي مسوولینو یوازې د کابل- ننګرهار په لویه لاره د درېیو بېلابېلو ټرافیکي پېښو خبر ورکړی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس په خپل راپور کې ویلي، چې په دغو ټرافیکي پېښو کې یو کس مړ او ۵۲ کسان ټپیان شوي دي.
د لغمان ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسف‌زي ویلي، چې د یکشنبې د ورځې په اوږدو کې د کابل – جلال اباد پر لویه لاره د لغمان اړوندو سیمو کې ټرافیکي پېښې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې لومړۍ پېښه په ډرونټې سیمه کې، دویمه پېښه په کاکڅ سیمه کې او د درېیمې پېښې د سیمې په اړه یې څه نه دي ویلي.
مسوولینو د یادو پېښو د رامنځته کېدو لاملونه د موټرچلوونکو بې احتیاطي او زيات ګړنديتوب ښودلی دی.
له بل پلوه په هرات ولایت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ټرافیکو مدیریت مسوولینو تېره ورځ د یوې ترافیکي پېښې خبر ورکړی.
د دغه ریاست مسوولین وایي، چې په دغې پېښه کې یو کس مړ او ۵ نور ټپیان دي.
ویل کېږي، چې دغه پېښه د کابل هرات په لویه لاره رامنځته شوې ده.
د دغه ټکر له امله د هرات دروازې (میرداوود) یوه برخه هم اغېزمنه شوې ده.
له بل پلوه د طالبانو د ټرافیکو ریاست کابل کې سیمه ییزو رسنیو ته (د وږي په ۲۰مه) ويلي و، چې د روان لمریز کال په تېرو شپږو میاشتو کې په ټرافیکي پېښو کې ۱۲ سوه کسان مړه او تر څلورو زرو ډېر ټپیان شوي دي.