طالب چارواکی: د طالبانو په اړه لیکل شوي کتابونه باید له څېړلو وروسته چاپ شي

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین وایي، چې د دې ډلې د رییس الوزرا د حکم پر اساس د کتابونو د ارزولو په موخه یوه کمېټه جوړه شوې ده. مهاجر فراهي ویلي؛ ټول هغه کتابونه چې د طالبانو په اړه لیکل شوي، باید ددې کمېټې له ارزولو وروسته چاپ شي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ملا محمد حسن اخوند د حکم پر بنسټ د کابل پوهنتون، د علومو اکاډمۍ، د اطلاعاتو او فرهنګ، حج او اوقافو، امربالمعروف او د لوړو زده کړو وزارتونو او د څو نورو ادارو په ګډون یوهګډه کمېټه ټاکل شوې، چې د دې ډلې اړوند لیکل شوي کتابونه له مخکې و ارزوي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین مهاجر فراهي همداراز وویل: «د اسلامي امارت د رییس الوزرا د حکم پربنسټ هغه کتابونه چې د طالبانو په اړه لیکل شوي او یا لیکل کېږي، باید دغې کمېټې ته راشي او تر هغه وروسته دې چاپ شي، چې د دې کمېټې له نظره تېر شي.»
د نوموړي په خبره، هغه کتابونه چې د طالبانو په اړه لیکل کېږي، «طبعا باید هغه څه وي چې د نظام اصلي او حقیقي انځور وړاندې کړي.»
ښاغلی فراهي وايي: «دا اړینه ده، هغه کسان چې په دې اړه کتاب لیکي باید ددې کمېټې له خوا وارزول شي بیا چاپ شي، ترڅو د یوه کس نظر د ټول نظام نظر و نه ګڼل شي.»
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ځلونو د کتابونو د ارزولو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت ان یو شمېر کتابونه له بازارونو هم راټول کړي دي، خو مشخصه نه ده چې دا کمېټه به د نورو کتابونو ارزونه هم وکړي او که نه.