احمد ضیا سراج: ما وړاندوینه کړې وه چې د طالبانو او اسلام اباد دوستي یو کال هم دوام نه کوي

۴ ساعتونه مخکې

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر احمد ضیا سراج وايي، د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې یې د پاکستان د استخباراتو پخواني مشر فیض حمید ته خبرداری ورکړی و چې که طالبان په افغانستان کې واک ته ورسیږي، د اسلام اباد او طالبانو دوستي به تر یوه کال زیات دوام ونه کړي.

ضیا سراج د طالبانو او پاکستان تر منځ وروستیو تاوتریخوالو ته په اشارې سره وویل، د طالبانو او اسلام اباد اړیکې ورځ تر بلې د خرابیدو خواته روانې دي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا د پاکستان استازي منیر اکرم په ځلونو د دغې شورا په غونډه کې د طالبانو حکومت له ټي ټي پي په ملاتړ تورن کړی او دعوه یې کړې چې طالبانو په افغانستان کې ټي ټي پي ته پټنځایونه ورکړي او هغوی په پاکستان کې ناامني جوړه کړې. خو طالبان بیا د ټي ټي پي موضوع د پاکستان کورنۍ موضوع بولي.

په تېرو دوه نیمو کلو کې په پاکستان کې د پخوا پرتله ناامني په بې ساري ډول زیاته شوې او د طالبانو او اسلام اباد اړیکې ترینګلې شوې دي.

طالبانو په تېرو دوه نیمو کلو کې څو ځلې له پاکستاني پوله ساتو سره نښتې کړې دي. پاکستان ادعا کوي چې طالبانو د دغه هیواد مخالفو ډلو ته پټنځایونه ورکړي او له ټي ټي پي سره مرسته کوي چې د پاکستان پر ګټو بریدونه وکړي.

په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت د ملي امنیت مشر احمد ضیا سراج په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې «ما د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې په اسلام اباد کې د ای ایس ای له پخواني مشر جنرال فیض حمید سره په وروستۍ رسمي ناسته کې، هغه ته وویل چې پر طالبانو د پاکستان له ټولو پانګونو سره سره، که طالبان واک ته ورسېږي، د دوی دوستي به تر یوه کال زیات دوام ونه کړي.»

ضیا سراج وړاندې وايي، د دې خبرې لپاره بې شمېره دلیلونه هم لري.

ښاغلی سراج همدارنګه په افغانستان کې د حکومتونو د پرځېدو تاریخي لاملونو ته په اشارې سره وویل، اقتصادي تکیه، بهرنیو مرستو ته اړتیا، اکمالاتي لارې چې څو ځله د افغانستان پر ضد کارول شوې، پر ډیورنډ کرښې ستونزې، پرافغان خاوره دعوې، او د کورنیو او بهرنیو ګټو ټکرونه. هغه لاملونه دي چې تل سیاسي بې ثباتي رامنځته کوي او په افغانستان کې د حکومتونو او سیاسي د پرځیدو لامل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو