یونېسف: سږکال په افغانستان کې ۳ لکه او ۳۴ زره ماشومان په سختې خوارځواکۍ اخته شوي دي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق «یونېسف» وايي، چې سږ کال د افغانستان په روغتونونو کې ۳ لکه او ۳۴ زره ماشومان د سختې خوارځواکۍ د درملنې په موخه بستر شوي دي. دغه سازمان ویلي، چې د ماشومانو د رغېدو لپاره معالجوي خواړه حیاتي دي او په افغانستان کې دا خواړه یوازې یونېسف برابروي.
تر دې وړاندې د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان کړی و، چې د خوړو ناامني په افغانستان کې په یوه پراخېدونکي ناورین بدل شوی دی او اوسمهال ۲،۹ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، په خوارځواکۍ اخته شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست چارواکو رسنیو ته ویلي و، چې یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې د جلال اباد په روغتون کې ۷۰۰ ماشومان چې په ورځ کې یې شمېر له درېیو ډېر دی، مري او د ډېریو د مړینې لامل خوارځواکي ده.
طالبان بیا وایي، چې د خوارځواکۍ ستونزه دوی ته په میراث پاتې ده او نړۍواله ټولنه باید بشري مرستې زیاتې کړي.