پاکستاني سرچینو ادعا کړې چې د طالبانو سرحدي ساتونکو له ټي ټي پي سره مرسته کړې

د پاکستان امنیتي سرچینې وايي، په خیبر پښتونخوا ایالت کې د ډېورنډ کرښې ته څېرمه پاکستاني ځواکونو د ټي ټي پي له جنګیالیو سره نښته کړې ده. د سرچينې په خبره، دغه نښته د یکشنبې په ورځ شوې ده او په بريد کې د طالبانو سرحدي ساتونکو د تحريک طالبان پاکستان سره مرسته کړې ده.

دغه نښتې هغه وخت وشوې، چې تندلارو د پاکستان په تېرا سیمه کې له ډیورنډ کرښې څخه د تېرېدو هڅه کوله.
سرچينې زياته کړې، چې پاکستاني ځواکونو د وسله والو د برید مخه نيولې او هغوى ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
ټي ټي پي د دغه بريد مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

سرچينه وايي، په دې بريد کې چې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه شوې په یوه امنیتي پوسته کې د يونس په نوم يو پاکستانی نظامي لومړی ټپي شوى او وروسته يې د ټپونو له امله ساه ورکړې ده.