په کابل کې د طالبانو ښاروالۍ: په دشت برچي کې مو یوه څلور لارې د اصولو له مخې وېجاړه کړې ده

په کابل کې د طالبانو د ښاروالۍ مسولان پرته له دې چې د عبدالعلي مزاري نوم واخلي وایي، تېره شپه یې په دشت برچي کې یوه څلور لارې د اصولو له مخې وېجاړه کړې ده. دوی زیاتوي دغه څلور لارې د بره کي، ترافیکو، کارته مامورین او د نورو څلور لارو په څېر د ترافیکي ستونزو د حل لپاره وېجاړه شوې.

د کابل ښاروالۍ فرهنګي سلاکار او ویاند نعمت الله بارکزي همداراز ویلي، چې طالبانو د شپږمې ناحیې په دې سیمه کې د ګڼې ګوڼې د کمولو په موخه د عبدالعلي مزاري څلور لارې د وېجاړه کړې ده او بیا ځلي به په یو بل شکل جوړه شي.
د طالبانو دغه اقدام له پراخو غبرګونونو سره هم مخ شوی دی.
دا څلور لارې د کابل ښار د شپږمې ناحیې په پل سوخته سیمه کې موقعیت لري، چې په کې د عبدالعلي مزاري مجسمه هم نصب شوې وه.
پخواني حکومت دا څلور لارې د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند د مشر په نوم کړې وه.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغې ډلې په باميان ولایت کې هم د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند د موسس عبدالعلي مزاري مجسمه لرې کړه او پر ځای یې د قران نقاشه ځای پر ځای کړې ده.
عبدالعلي مزاري چې له پخوانیو جهادي مشرانو څخه دی، د افغانستان مخکیني حکومت ورته د ملي وحدت د شهید لقب ورکړی و.
نوموړی د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د دې ډلې له خوا تر بندي کېدو وروسته ووژل شو.
د یادولو وړ ده، چې طالبانو تردې وړاندې په پنجشیر ولایت کې د احمدشاه مسعود د قبر ډبره ویجاړه کړې او په کندهار کې یې د جنرال عبدالرازق د قبر له شاوخوا څخه د موټرو تمځای جوړ کړی.