د طالبانو له لوري په کابل کې د عبدالعلي مزاري د څلور لارې ویجاړولو ته غبرګونونه

۲ ساعتونه مخکې

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل د طالبانو له لوري د مزاري څلورلارې ویجاړولو ته په غبرګون کې ویلي: «د طالبانو له لوري د ملي بنسټونو ویجاړول، د ملي شتمنیو لوټ کول او قومي احساسات راپارول ټول د یوه ناوړه او پېچلي پلان برخه ده.»

د طالبانو د کابل ښاروالی تېره شپه د وحدت اسلامي ګوند د مشر عبدالعلي مزاري په څلورلاري کې د هغه جوړه شوې مجسمه ونړوله.

عبدالعلي مزاري د هزاره ټبر او شیعه ګانو مشر و چې د طالبانو په لومړۍ دوره کې د طالبانو له لوري ووژل شو.

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم د طالبانو دغه کار توند غبرګون ښودلی دی.

نوموړی وايي، چې د برهان الدین رباني، احمدشاه مسعود او عبدالعلي مزاري په څېر شخصیتونه د ازادۍ او عدالت د مبارزې له امله «د خلکو په زړونو کې» ځای لري.

ښاغلي مسعود د طالبانو دغه کار ته په غبرګون کې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «د عدالت او ازادۍ د لارې شهيدان لکه استاد شهيد، ملي اتل او شهيد مزاري او نور شهيدان د قبر ډبرې او خښتې نه دي چې په ویجاړۍ سره یې له منځه ولاړ شي.»

د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل د طالبانو د دغې کړنې په غبرګون کې په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې له «بده مرغه طالبان په افغانستان کې د یوه ویجاړونکي ناورین په توګه راڅرګند شوي، چې اصلي موخه یې د وروڼو قومونو ترمنځ تفرقه اچول، ملي پیوستون کمزوری کول او د دې خاورې تاریخ او هویت له منځه وړل دي.»

 نوموړي زیاتوي: «دوی چې هر ګام اخلي، د خلکو ترمنځ د بې باورۍ او دښمنۍ تخم کري. د ښځو د زده‌کړو د بندولو څخه نیولې بیا د هیواد پریښودو ته د مخورو مجبورول، د ملي بنسټونو له منځه وړل د ملي شتمنیو لوټ کول او د توکمیزو احساساتو پارول، دا ټول د یوه ناوړه او پیچلي پلان برخه دي.»

نوموړي د افغانانو پر یووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو هر شوم پلان به افشا کوي.

طالبانو تردې وړاندې په بامیان ولایت کې د عبدالعلي مزاري مجسمه هم ویجاړه کړې وه.

د یادولو وړ ده، چې طالبانو تردې وړاندې په پنجشیر ولایت کې د احمدشاه مسعود د قبر ډبره ویجاړه کړې او په کندهار کې یې د جنرال عبدالرازق د قبر له شاوخوا څخه د موټرو تمځای جوړ کړی.

نور خبرونه

رادیو