سرچینې: طالبان د کابل په لوېدیځ کې د عبدالعلي مزاري څلور لارې ویجاړوي

۲ ساعتونه مخکې

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبان د شنبې په شپه (د وږي ۳۱مه) د عبدالعلي مزاري څلور لارې ویجاړوي.
د سرچینې په خبره، د طالبانو ښاروالۍ د یادې څلور لارې د ویجاړولو لپاره سیمې ته بلدوزر راوړی دی او غواړي چې دغه څلور لارې ویجاړه کړي.

دا څلور لارې د کابل ښار د شپږمې ناحیې په پل سوخته سیمه کې موقعیت لري، چې په کې د عبدالعلي مزاري مجسمه هم نصب شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې پخواني حکومت دا څلور لارې د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند د مشر په نوم کړې وه.
سرچینې له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې همداراز زیاته کړه، چې طالبانو یادې څلور لارې ته ټولې لارې بندې کړي او خپل ځواکونه یې هم په شاوخوا سیمه کې مېشت کړي دي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغې ډلې په باميان ولایت کې د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند د موسس عبدالعلي مزاري مجسمه لرې کړه او پر ځای یې د قران نقاشي اېښې ده.
عبدالعلي مزاري چې له پخوانیو جهادي مشرانو څخه دی، د افغانستان مخکیني حکومت ورته د ملي وحدت د شهید لقب ورکړی و.
نوموړی د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د دې ډلې له خوا تر بندي کېدو وروسته وژل شوی و.

نور خبرونه

رادیو