رویټرز: ایران روسیې ته خپل بالستیک توغندي نه دي ورکړي

۱۰ ساعتونه مخکې

رویټرز خبري اژانس د دریو باخبرو سرچینو په حواله ویلي، چې ایران روسیې ته لنډ واټن ویشتونکي بالستیک توغندي نه دي استولي.

تېره اوونۍ واشنګټن پر تهران تور ولګاوه، چې دغه توغندي یې روسیې ته د اوکراین پر ضد د کارولو لپاره ورکړي دي.

درېیو سرچینو رویټرز ته ویلي، چې ایران د لنډ واټن ویشتونکي بالستیک توغنديو په ګډون د توغندیو د ویشتلو دستګاوې روسیې ته نه دي سپارلي. واشنګټن تېره اوونۍ تهران تورن کړ، چې د اوکراین پر ضد د کارولو لپاره یې دغه توغندي روسیې ته استولي دي.

په دغو سرچینو کې یو اروپايي ډیپلومات، یو اروپايي استخباراتي کارکوونکی او یو امریکايي چارواکی شامل دي.

دوی ویلي، دا څرګنده نه ده چې ایران ولې روسیې ته د لنډ واټن ویشتونکي توغندي نه دي ورکړي.

دوو کارپوهانو رویټرز ته وویل، چې د دې توغنديو د نه لیږلو څو لاملونه دي.

یو دا چې روسیه ښايي د دې توغندیو د لېږدولو لپاره د خپلو پوځي لاریو د ترمیمولو پلان ولري.

بله خبره دا ده، چې د توغنديو په نه لېږلو سره ایران له لوېدیځو قدرتونو سره د کړکېچ د کمولو په اړه د نویو خبرو اترو زمینه برابروي.

د ایران د توغندیو کارپوه، فابیان هینز، ويلي، دا نه شي تاییدولی، چې ایران د توغندیو استول بند کړي دي.

هغه زیاته کړه د ایران له خوا د توغنديو د نه لیږلو یو دلیل دا دی، چې هغه ملکي لارۍ چې ایران د توغندیو د توغولو لپاره ترمیم کړي دي د اوکراین په غرنیو سیمو او سخت ژمي کې د عملیاتو لپاره مناسبې نه دي.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي و، چې ایران روسیې ته د Fath-360 توغندي ورکړي او امکان لري، چې روسیه به په راتلونکو څو اونیو کې دغه توغندي په اوکراین کې وکاروي.

امريکا، جرمني، بريتانيا او فرانسې پر ايران نوي بنديزونه لګولي او اروپايي ټولنې ویلي، چې د ايران د هوايي چلند سکتور په نښه کولو لپاره پر نويو اقداماتو غور کوي.

نور خبرونه

رادیو