د ایران مذهبي مشر: اسراییل د ماشومانو پر وړاندې بې شرمانه جنایتونه ترسره کوي

۸ ساعتونه مخکې

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي د شنبې په ورځ وویل، چې اسراییل د وسله والو پر وړاندې نه، بلکې د ماشومانو پر وړاندې "بې شرمانه جنایتونه" ترسره کوي.

خامنه یې دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کوي، چې د لبنان په پلازمینه بیروت کې د اسراییل په هوايي برید کې د لبنان د روغتیا وزارت په وینا د درېیو ماشومانو او اوو ښځو په ګډون لږ تر لږه ۳۱تنه ووژل شول.

د جمعې د ورځې برید، چې د یوې سرچینې په وینا، د وړکتون ترڅنګ یوه ودانۍ یې په نښه کړه، د اسراییل او د ایران په ملاتړ د لبنان حزب الله وسله والو ترمنځ په یو کال کې تر ټولو مرګونی برید و.

حزب الله په دې برید کې د دوو مهمو قومندانانو ابراهیم عقیل او احمد وهبي په ګډون د خپلو ۱۶ غړو وژل کېدل تایید کړي دي.

لبنان د برید پړه پر اسراییل اچولې ده. خو تر اوسه د هغوی له خوا په دې اړه ځواب نه دی ورکړل شوی.

خامنه یې وویل، چې اسراییل په غزه، لویدیځه غاړه، لبنان او سوریه کې خپل بې شرمه جنایتونه چې په بېلابېل ډولونو یې ترسره کوي، نه پټوي.

خامنه یې په تهران کې د مسلمان هېوادنو د استازو یوې ډلې ته په وینا کې چې پر دولتي ټلویزیون خپریده، وویل: «دا له وسله والو سره نه، بلکې له عامو خلکو سره جکړه ده.»

خامنه یې وایي: «اسراییل په فلسطین کې اصلي وسله والو ته د زیان رسولو توان نه لري، دوی خپله غوسه پر کوچنیو ماشومانو، د روغتون په ناروغانو او د کوچنیو ماشومانو څخه ډکو ښوونځیو باندې سړوي.»

نور خبرونه

رادیو