د لبنان روغتیا وزارت وايي، د اسراییل پروني برید کې ۳۱ کسان وژل شوي

۱۳ ساعتونه مخکې

د لبنان روغتیا وزارت وايي، پرون د دغه هېواد د پلازمېنې بېروت په لمنو کې د اسراییل په برید کې د دریو ماشومانو په ګډون ۳۱ کسان وژل شوي دی.

حزب الله په دې برید کې د دوو مهمو قومندانانو ابراهیم عقیل او احمد وهبي په ګډون د خپلو ۱۶ غړو وژل کېدل تایید کړي دي.

حزب الله پورې تړلي د لبنان د ټرانسپورټ وزیر علي حامیه پرون د پېښې په ځای کې وویل، چې ۲۳ کسان لا هم ورک دي.

مالومه نه ده چې روغتیا وزارت دې شمېرو کې هغه ۲۳ کسان هم حساب کړي که نه.

دا روان کال د حزب الله او اسراییل ترمنځ روان ټکر کې تر ټولو مرګونې پېښه ده.

دا پېښه د ایران ملاتړي حزب الله او اسراییل ترمنځ تاوتریخوالي ته لمن وهي، چې ترې دوه ورځې مخکې هم د دې ډلې د مخابراتي شبکو له چاودلو سره ډېر شوی دی.

په هغه پېښه کې هم ۳۹ کسان وژل شوي او تر درې زرو ټپیان شوي دي.

پوره باور دا دی چې اسراییل د حزب الله د وسلوالو مخابرې په نښه کړې دي، ځو تلابیب دا تور رد یا تایید کړی نه دی.

له بلې خوا په غزه کې حماس ډلې ویلي چې اسراییل به د دې برید بیه ور کړي.

د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې پر اسراییل د حماس له برید او بیا پر غزه د اسراییل په یرغل پسې د تل ابیب او حزب الله ترمنځ هم ټکر ډېر شوی دی.

نور خبرونه

رادیو