معترضې مېرمنې: نړۍواله ټولنه باید د شیعه مذهبو او نورو لږکیو پر وژنې چوپه خوله پاتې نه شي

۷ ساعتونه مخکې

د مېرمنو د تاریخي پرمختګ غورځنګ وایي، په افغانستان کې شیعه مذهبي د تاریخ په اوږدو کې له ظلم، وژنې او تري تم کېدو سره مخامخ دي.

دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، سره له دې چې د شیعه مذهب پیروان لا له وړاندې له «مرییتوب» او تاوتریخوالي سره مخامخ دي؛ خو د جمهوریت په وخت کې د خپلو ښاري حقونو څخه برخمن شوي وو.
دغه غورځنګ زیاتوي، چې واک ته د طالبانو له بیا راستنېدو وروسته دغه ټولنه یو ځلې بیا څنډې ته کړل شوې ده.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې په ۲۰۲۱کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغه ډله یو وار بیا د څنډې کولو له ګواښ سره مخ شوه.
خبرپاڼه کې راغلي، که څه هم چې طالبان په رسنیو کې د شیعه مذهبو د حقونو خبره کوي؛ خو په اصل کې واقعیت بل ډول دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې له کلیز (جنترۍ) څخه د عاشورا په څېر د مذهبي ورځو حذفول، د ښوونځیو له درسي نصابه د جعفري فقهې له منځه وړل، د جعفري فقهې اړوند کتابونو راټول، جبري کډې او په لسګونه نورې داسې پېښې شوې، چې دغه ادعا ثابتولای شي.
دغه غورځنګ د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې د شیعه مذهبو او نورو لږکیو د وژنې په تړاو چوپه خوله پاتې نه شي.

نور خبرونه

رادیو